اسلام آباد 30 اکتوبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمود ع??اسي ته د ټولو لوے عسكري اعزاز “نشانِ امتیاز” (ملټري) وركړې۔ په دې لړ كښې د ګل په ورځ په ايوان صدر كښې دوستوره وشوه۔ نېول چیف ته دا اېوارډ د ھغه د اوږدې مودې د خدماتو٬ د ستائنې جوګه غېر معمولي كاردګي او وظيفې سره د لوړې مينې په اعتراف كښې وركړې شوې۔ اېډمرل ظفر محمود ع??اسي د خپلو ټولو ذمه واريو سره سره د قائدانه صلاحيتونو ٬ اعلٰې كردار ٬ د ذكر وړ پېشه ور قابليت او د ذمه وارۍ څرګندونه ده۔ اېډمرل ظفر محمود ع??اسي په كال 1981 كښې د پاك بحريه په آپرېشنز برانچ كښې كمېشن ترلاسه كړې٬ ظفر محمود ع??اسي ابتدائي تربيه د رائل نېول كالج “ډارټ مته” انګلستان څخه ترسره كړې۔ د کمېشن په موقع ئې پاكستان نېول اكېډمي څخه د اعزازي شمشېر ترلاسه كړې۔ د خپلې وظيفې په مهال اېډمرل ظفر ظفر محمود ع??اسې په مختلف كمانډ اېنډ اسټاف چوكو د كار كولو پ??اخ?? تجربه لري۔ د ظفر محمود ع??اسي په كمانډ ??اك??ه كښې د بېړو كمانډ٬ د پاكستان نېول اكېډمۍ كمانډنټ٬ كمانډر 25م ډسټرائر اسكواډرن٬ د مېري ټائم سېكيورټي اېجنسۍ ډائرېكټر جنرل٬ کمانډر کوسټ، کمانډر لاجسټکس او د پاكستان فلېټ کمانډر شامل دي۔ ظفر محمود ع??اسي په هېډكوارټر نيو سېنېټ بحرېن كښې د ګڼو هېوادونو كمبائنډ ټاسك فورس-150 د كمانډ اعزاز هم ترلاسه كړې دې۔ د ظفر محمود ع??اسي په سټاف ??اك??ه كښې د اسسټنټ چيف آف نېول سټاف (پلانز)٬ چيف انسپكټر (نېوي)٬ دوهم چيف آف نېول سټاف (آپرېشنز) او چيف آف سټاف شامل د??۔ اېډمرل ظفر محمود ع??اسي د نېشنل ډيفنس پوهنتون اسلام آباد او رائل اسټرالين نېوي اسټاف كالج څخه ګرېجوېټ دې۔ په دې دستوره كښې عبدالقادر بلوچ، لېفټېننټ جنرال (ر) ناصر جنجوعه، راجه ظفر الحق، د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن ٬ چيف آف آرمي سټاف٬ چيف آف اېئر سټاف٬ د وسله والو ځواكونو سينئر اهلكارو او سول چارواكي ګډون وكړو۔