اسلام آباد ۔ 15 مارچ (اے پی پی) پا??ستان د هند لخوا د سفارتي عملې په پرله پسې تنګولو نوې ډيلي كښې هائي كمشنر مشاورت له اسلام آباد ته رابللې۔ د خارجه دفتر وياند وئيلي د سفارتكارو تحفظ اولنۍ ترجيح ده۔ د دوئي ساتنې له به هر ممكنه ګام پورته كوؤ۔ هند دې داخلي سياست او ټاكنو كښې پا??ستان ككړ نه كړي۔ د ملا فضل الله او ولي الله د سر قيمت مقرر كولو په د امريكې د ګام هركلې كوؤ۔ د ترهګرو خپل انجام ته رسولو له لا سختو ګامونو پورته كولو ته اړتيا ده۔ پا??ستان منطقه كښې د وسلو د زغل په ضد دے۔ د هند دې ډول ګامونو سره د سيمې امن عدم استحكام سره مخ كېدې شي او د طاقت توازن خرابېدې شي۔ هند منطقې له خطرې پېدا كوي۔ د پا??ستان د ځانله كولو هندي هڅې شنډې شوي دي۔ بنګله دېش سره د سياسي مشاورت عمل په پېل كولو غور كولې شي۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خبريالانو د پوښتنو ځواب وركولو سره وياند ووئيل پا??ستان د هند لخوا د سفارتي عملې په پرله پسې تنګولو نوې ډيلي كښې هائي كمشنر مشاورت له اسلام آباد ته رابللې۔ سفارتی عمله او د دوئي كوچنيان تنګولو سره هند د ويانا كنونشن خلاف ورزي كوي۔ د دوئي تحفظ او سلامتيا له چې كوم هم ګام ته اړتيا وي پورته كولې به شي۔ ده ووئيل پا??ستان كښې خو د هندي سفارتكارو تنګولو يوه پې??ه هم رامخې ته شوې نه ده۔ وياند ووئيل د ا??غا?? ستونزې پوځي حل ممكن نه دے۔ طالبانو سره د مذاكراتو په اړه د پا??ستان دريځ ښكاره دے۔ پاکستان ا??غا?? مفاهمی عمل كښی مرستې ته چمتو دے۔ امريكا كښې د پا??ستان سفير تعينات كولو په اړه وياند ووئيل د علي جهانګير صديقي معامله انتظامي ده۔ جوهر توان لپاره د نړيوالې ادارې ډي جي د پا??ستان اوسنۍ دورې په اړه ديوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل یوکیا امانو د پا??ستان دورې په مهال وزیر اعظم، د پاکستان اټامک انرجی کمېشن مشر په شمول نورو چارواكو سره ملاقاتونه وكړل او د ات??مي ټېكنالوجۍ سوليز كارولو په لړ كښې ئې د پا??ستان د كردار او نيو كليئر سېفټي لپاره پورته كړې ګامونو ستائنه وكړه۔ وياند ووئيل بنګله دېش سره د سياسي مشاورت عمل په پېل كېدو غور كېږي