اسلام آباد 16 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم د خزانې٬ رېونيو او د اقتصادي چارو صلاكار ډاكټر مفتاح اسماعيل وئيلي دي په پاكستان كښې د كركيلې٬ معدنيات٬ صنعت٬ بنيادي ډهانچې او دسكرو پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د س??ما??ه كارې پراخا موقعې شته٬ د حكومت لخوا د قامي معيشت پرمختګ لپاره د معرفي كړو اصلاحاتو ګټورې نتيجې را??ځي٬ پاكستان د مېنځنې طبقې په اړه د نړۍ پنځم لوي هېواد دے٬ زمونږ مجموعي قامي پېداوار 5 ف??صده او د لويو صنعتي ادارو كاركردګي 4.15 فيصده زياته شوې٬ د افراط زر شرح د 11.83 فيصده نه 5 ف??صده ته را??يټه شوې۔ د ګل په ورځ د س??ما??ه كارې بورډ او د پاكستان آبزرور ترسيوري لاندې پاكستان كښې د س??ما??ه كارې په سرخط دوهم ګول مېز كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل د پاكستان د نيمې آبادې عمر د 25 كلونو نه كم دے او 45 فيصده آبادي د 15 كلونو نه كمه ده۔ ده ووئيل په پاكستګان كښې د مېنځنې طبقې خلقو شمېره 100 مليونه ده او پاكستان د مېنځنې طبقې په اړه د نړۍ پنځم لوي هېواد دے۔ ده ووئيل پاكستان يوه لويه منډې ده او هم دا وجه ده چې نړيوالې كمپنې دلته س??ما??ه كارې ته پام لرنه كوي۔ ده ووئيل د امن او امان صورتحال بهترې سره به په پاكستان كښې نېغ په نېغه س??ما??ه كاري زياته شي۔ مفتاح اسماعېل ووئيل د پاكستان څخه ترهګري ختمه كړې شوې او د پاكستان حكومت د امن او امان بهترې ته خاص پام لرنه كوي۔ په دې موق?? د ????ما??ه كارې بورډ ډائرېكټر سليم احمد را??جها هم وېنا وكړه او ګډون كوونكي ئې د قامي معيشت د پرمختګ٬ د س??ما??ه كارې موقعو ٬ماركيټ٬ جي ډي پي٬ مېكرو اكنامك استحكام٬ سي پېك٬ صنعتي پرمختګ او د خاص اقتصادي ځايونو په اړه خبر كړل۔ كنفرنس ته د پاكستان آبزرور اېډيټر انجيف فېصل زاهد ملك هم وېنا وكړه۔ په كنفرنس كښې د بېلا بېلو هېوادونو كمرشل قونصلرانو٬ سفيرانو٬ د قامي او نړيوالو ادارو مشرانو پشمول د ژوند بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو خلقو ګډون وكړو