اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي) د پارلمان د پبلك اكاؤنټس كمېټې غونډه د كمېټې كنوين??ر ميا ع??دالمنان په مشرې ك??ې د جمعې په ورځ د پارلمان په ودانې كښې وشوه۔ په غونډه ك??ې د وفاقي پرمختيائي ادارې د كال 17- 2016م د آډټ اعتراضاتو جاج واخستل شو۔ په غونډه ك??ې د آډټ چارواكو پي اے سي ته ووئيل چې په كال 1996م ك??ې د 24 بوګس پلاټونو د الاټمنټ په نتيجه ك??ې د 27 كروړ نه زيات زيان شوے۔ د سي ډي اے چارواكو ووئيل چې په كال 2000م ك??ې د بورډ په غونډه ك??ې د سي ډي اے د اړوند اهلكارو په ضد د كارروائې پرېكړه شوې وه۔ ميا ع??دالمنان ووئيل چې پي اے سي حكم كړے و چې دا پلاټونه دې منسوخ كړے شي۔ د سي ډي اے چارواكو ووئيل چې دا پلاټونه منسوخ كړے شوي دي۔ ميا ع??دالمنان ووئيل چې تر څو سي ډي اے په غلطو چارو د ككړې عملې په ضد كارروائي نه كوي٬ د غلطو مخ نيوې به ونه شي۔ په پير سوهاوه كښې په كال 2004م ك??ې د مونال رېستوران جوړېدو په اړه پي اے سي هدايت وكړو چې بايد د دې كېس په سپېځلي ډول پلټنې وشي۔