وزيراعظم په نارووال او پسرور كښې د نېشنل هائي وے اتهارټۍ د دوه مهمو سړكونو د پروژو د بنياد تيګه كېښوده
پسرور/ نارووال 05 مئي (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په نارووال او پسرور كښې د نېشنل هائي وے اتهارټۍ د دوه مهمو سړكونو د پروژو د بنياد تيګه كېښوده۔ دا پروژې د نارووال٬ لاهور٬ سيالكوټ څلور لين د موټروے لنك هائي وے او د سيالكوټ پسرور د لوئې لارې د پراختيا پروژې دي۔ د دې پروژو ترسره كېدو سره به د سيمې اولس د سفر غوره اسانيې ولري او ورسره به د اقتصاد او روزګار نوې موقعې هم پېدا شي۔ 6 كلوميټره سيالكوټ پسرور ??ړك د سيالكوټ ضلعې مهم رابطه ??ړك دے۔ په دې وخت كښې په دې ??ړك هره ورځ 12 زره ګاډي تېرېږي او د ټرافيك ستونزې موجود دي۔ د دې ??ړك ښه كېدو سره به د ټرانسپورټ اسانيې پېدا شي۔ د دې پروژې څخه به 20 لكه خلق استفاده وكړي۔