اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې د مسلمانانو اخلاقي اقدارو پاسداري٬د آئين او جمهوريت احترام او د نوي نسل كردار جوړولو پشان صفات د كوم هم قام د ب??يا?? حېثيت لري٬دغه د تعليمي نظام برخه ګرځولو سره رياست مستحكمېدې شي او په دې لړ كښې د تعليم او پېشه وره تربيې وفاقي وزارت خذمات د ستائنې وړ دي۔ده دا خبرې د نهې پھ ورځ د تعليم وفاقي وزارت د اړخه د اول ج??اع?? نه تر اتم ج??اع?? نوي نصاف جوړولو نه پس د بريفنګ په موقع خبرو كښې كړی۔ده ته دا بريفنګ د تعليم وفاقي وزير انجينئر بليغ الرحمان وركړی۔په دې موقع نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔اولس مشر د نوي نصاب پھ جوړولو كښې په كاميابۍ وفاقي وزير او د هغه ډلې له مباركي وركړه او هيله يې څرګنده كړه چې د دې به ډېرې ښه نتيجې ترلاسه شي۔ده ووئيل پھ هېواد كښې ځوانانو له د ښه تعليم او تربيې په لړ كښې د دې نصاب د لارې يو ښه ب??يا?? اېښودلې شوې۔ده ووئيل د نوي نسل كردار جوړولو ته اړتيا ده۔نوې نسل له دې د تربيې موقعې وركړی شي۔وفاقي وزير انجينئر بليغ الرحمان په دې موقع ووئيل چې وزارت د ټولو صوبو په مرسته د اول ج??اع?? نه تر دولسم ج??اع?? د نصاب يو نوې اړخ ټاكلو كښې بريالې شوې۔په دې لړ كښې د اول نه تر اتم ج??اع?? نصاب جوړ كړی شوې دغسې تر پنځم ج??اع?? كتابونه هم شائع كړی شوي۔ده ووئيل په نوې نصاب كښې د قامي مقصدونو نه علاوه د امن٬عزت او زغم له ب??يا??ي اهميت وركړی شوې۔