اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي)د پارليماني چارو دوهم وزير علي محمد خان وئېلي دي داخله وزارت د پاكستان د دفاع او ??لامتيا محافظ دے او ?? پريكړو په شا قامي مفاد مقدم وي٬د امنيت خطرو تعين اړوندې ادارې كوي ٬ دغسې د دفاع وزير پروېز خټك ووئيل د اي سي اېل په اړه كمېټۍ به جوړولې شي او ټولې پريكړې به د مېرټ په بنياد كولې شي۔د ګل په ورځ قامي اس??بلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د شمالي وزيرستان د قامي اس??بل?? غړي محسن ??او?? ووئيل يوازې د اېف آئي آر په بنياد د خلقو نامې په اي سي اې?? كښې اچولې كېږي٬سپريم كورټ هم په خپلو پريكړو كښې وئېلي دي يوازې د اېف آئي آر پھ بنياد د خلقو نامې په اي سي اې?? كښې نه شي اچولې كېدې ۔د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان ووئيل په اي سي اې?? كښې نامه اچول او ويستل آسان كار نه دے۔په اي سي اې?? كښې نامه اچول يا ويستلو لپاره د كابينې څخه منظوري اخستل وي٬كه معزز غړې ګڼې چې د ځينو خلقو نامې ويستل غواړي نو د هغې لپاره به د ټول طريقه كار خپلول وي۔ده ووئيل د كورنيو چارو وزارت چا سره ملګرتيا يا دښمني نه لري۔داخله وزارت د پاكستان د دفاع او ??لامتيا تر مخه پريكړې كوي۔كه چرې د چا نامه په اي سي اې?? كښې شامل كړی شوې نو د هغه وروستو څه وجوهات وي۔علي محمد خان ووئيل د امنيت خطرو تعين اړوندې ادارې كوي۔ده ووئيل ځينې وخت د غلطۍ احتمال هم كېدې شي او ??غه سمولې شي هم۔د بلاول بهټو كيس كښې هم داسې شوي وو٬د هغه نامه د اي سي اېل نه ويستلې شوې۔د دفاع وزير پروېز خټك ايوان ته ووئيل پھ دې معامله په كابينه كښې بحث هم شوې او يوه كمېټي جوړولې شي د كومې به چې كنوينئر زه يم۔ده ووئيل زه په ذمه وارۍ سره وائيم چې ځينې نامې د اي سي اېل څخه ويستلې شوي٬نورې نامې به هم اويستلې شي