اسلام آباد 24 جون (اے پی پی) د وزیراعظم د سماجی تحفظ او غريبۍ ختمولو خاص مرستيالې ډاكټر ثانیه نشتر وئيلي دي د احساس ایمرجنسی كیش پروګرام په سپيځلي ډول روان دے، د مس??حق?? كسانو په حق د ډاكې اچولو به هڅه به اېف آئی آردرج كولے شي ۔احساس پروګرام كښې كه د كوم ذمه وار په ضد ګيله رامخې ته شوه نو په په ضد به ئې سخته كاروائی كولې شي ځكه چې سماجی تحفظ دې پروګرام كښې سپيځلتيا ته پام لرنه كيږي۔ صوابی ??لع كښې د روپو وركولو مركزونو دورې په مهال ميډيا سره خپلو خبرو كښې ډاكټر ثانیه نشتر ووئيل د وزیراعظم عمرا?? خان وژن دا دے چې د پسمانده طبقو مرسته وكړې شي او هغوي له آسانۍ وركړې شي ٬ په دې لړ كښې احساس ایمرجنسی كیش پروګرام جاري كړے شوے۔ ډاكټرثانیه نشتر ووئيل د احساس ایمرجنسی كیش پروګرام ترمخه مستحقینو له روپۍ د يو كوټلې نظام ترمخه وركړے كيږي۔ احساس ایمرجنسی كیش پروګرام په سپيځلې ډول روان دے۔ دې ووئېل د مس??حق?? كسانو په حق د ډاكې اچولو به هڅه به اېف آئی آردرج كولے شي ۔په دې موقع د احساس ایمرجنسی پروګرام صوابۍ اسسټنټ ډائریكټرسجاد علی هم موجود ؤ۔ د وزیراعظم خاص مرستيالې ډاكټرثانیه نشر احساس ایمرجنسی پروګرام اړوندو افسرانو او اهلكارو ته سپارښتنه وكړه چې مس??حق?? كسانو له ټولې ممكنه اسانۍ وركړئ۔ دغسې چې مستحقینو ته هيڅ ډول ستونزې ورمخې ته نشي