چلاس 15 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي ديامربھاشا بند جوړېدو سره به ګلګت بلتستان په خاص توګه چېلاس ??ښې د پرمختګ نوے دور پېل شي، حکومت د ګلګت بلتستان پشمول لرې پرتو سيمو ??ښې د اولس پرمختګ ته خاص پاملرنه كوي۔ وزيراعظم عمران خان د دې خيالاتو د شورو په ورځ د ګلګت بلتستان دورې په مهال اولسي غوندې ته خپله وېنا ??ښې وكړه۔وزيراعظم ووئيل د پن برېښنا پېداوار سره به نه يوازې په ماحول منفي اثرات نه كېږي بلكې هېواد ??ښې به ارزانه برېښنا پېدا كېږي٬ د دې منصوبو بشپړېدو سره به د ملازمتونو نوې موقعې رامخې ته شي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل ھغه قامو??ه پرمختګ كوي څوك چې د مخ په وړاندې تګ فكر لري٬ سختې پرېكړې كوي٬ اولسي صلاحيتونه رامخې ته كولو لپاره ګامو??ه پورته كوي٬ د بشري وسائلو په پرمختګ سرمايه كاري كوي۔ وزيراعظم ووئيل د انصاف وركړه ٬ د قانون حكمرانې او د صحت او تعليم آسانيو پلو پاملرنه كوونكي قامونه د پرمختګ منازل ترسره كوي ا?? د ظلم نه خلاصې مومي۔ ده ووئيل په دور اندېشۍ عمل كوٶنكي قامو??ه پرمختګ كوي لكه څنګه چې چين پرمختګ كړے ٬ چين 30 كلنه منصوبې جوړې كړې۔ ده ووئيل زمونږ هېواد ??ښې د لنډې مودې منصوبې جوړې كړې شوې٬ د ټولټانكو په تناظر ??ښې پروژې جوړې كړې شوي ۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل لوي څښتن پاكستان ته د دريابونو ٬ اوبو پشمول يو شمېر وسائل وربخښلي۔ ده ووئيل زمونږ په دريابونو د پن برېښنا منصوبو جوړولو پراخه موقعې شته ٬ په تېر وخت ??ښې چې كله د تربېلا او منګله بندونه جوړ كړے ش??ل نو دې سره ارزانه برېښنا تر لاسه كړے ش??ه او صنعتونو وده وكړه خو د برېښنا منصوبې په اېندهن منتقل كېدو سره ګرانه برېښنا راپېدا كړې شوې ۔ده ووئېل ك??نټ اكاٶنټ خساره زياته شوې٬ په روپۍ فشار زياتېدو سره د روپۍ قدر كم شوے٬ معيشت ته زيان رسېدلے ۔ده ووئېل د زياتو ډالرو بهر لېږلو سره هم په روپۍ فشار زيات شوے او ګراني راغلې۔ ده ووئيل كله چې مونږ اقتدار ترلاسه كړو نو د هېواد ك??نټ اكاٶنټ خساره 20 اربه وه ۔ ده ووئيل درآمدي اېندهن څخه د برېښنا پېداوار ځپلے ش??ے٬ صنعتونه تباه شوي ۔ ده ووئيل ديامر بھاشا بند د پاكستان درېم بند دے ٬ د دې بند جوړولو پرېكړه لويه پرېكړه ده٬ مونږ په ماضي ??ښې د بندونو نه جوړولو لويه غلطي كړې۔ده ووئېل چين ??ښې 5 زره لوي بندونه او په مجموعي توګه 80 زره بندونه وجود لري۔ ده ووئيل د ديامر بھاشا بند جوړولو منصوبه 50 كاله وړاندې جوړه كړې شوې وه خو اوس عملي كېدونكې ده۔ ده ووئيل دا په قدرتي توګه بند لپاره ښه ځائې دے ٬ مونږ سباٶن ??ښې د بندونو جوړولو په اړه جامع منصوبه بندي كړې ۔ وزيراعظم ووئېل پاکستان په ھغه لسو هېوادونو ??ښې شامل دے كوم چې ګلوبل وارمنګ څخه زيات ځپلے كېدے ش??٬ مونږ د ګلوبل وارمنګ نه بچ كېدو لپاره لس اربه بوټو نالولو ته اړتيا لرو۔