اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) وزیر اعظم عمران خان د حياتياتي تنوع تحفظ په اړه د حكومت د عزم پخلې كولو سره وئيلي دي پاكستان د موسمي بدلون چيلنج مخنيوي لپاره د 10 بيليون?? ټري سونامي غوندې اقدامات كړې ٬ په دې لړ كښې دې لپاره ځائې آبادۍ ته روزګار وركولو سره د هغوي مرسته ترلاسه كړې شوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ملګرو ملتونو د سيورې لاندې حياتياتي تنوع په اړه د مشرانو غونډې ته ويډيو لنك خطاب كښې وكړه۔وزيراعظم وو??يل د حياتياتي تنوع په سرخط د لارښودو سمټ په اهتمام كولو د ملګرو ملتونو مننه كوم۔ ده وو??يل پاكستان په هغه څو هيوادو??و كښې شامل دې كوم چې شمال نه تر جنوب ، ختيز نه تر لويديز ماحولیاتی لحاظ سره متنوع هيواد دې۔ وزیر اعظم عمران خان وو??يل پاکستان د آب او هوا 12 زون لري۔ پاكستان په شمال كښې تر ټولو دنګه غريزه سلسله لري ٬ دغسې د نړۍ په دويم لمبر دنګ غر ، K2 هم په پاكستان كښې دې۔دغه د سمندر د سطح نه 2000 میټره اوچت دې۔ده وو??يل زمونږ حكومت د اونو او ځناورو تحفظ لپاره د حیاتياتي تنوع تحفظ له عزم لري۔ د اونو او ځناورو حفاظت لپاره مونږ د ځائې کمیونټیز مرسته لرو۔ ده وو??يل پاکستان د آب او هوا د بدلون ښكار دے، مونږ د موسمیاتی بدلون تر ټولو زيات خطر سره مخ هيوادو??و كښې شامل يو۔او دې لپاره مونږ د 10 بلیونه اونو نالولو منصوبه پيل كړې او مونږ دغه چیلنج قبول كړې،ده وو??يل مونږ ته په دې لړ كښې د ځائې کمیونټیز مرسته ترلاسه ده۔ ده وو??يل د 10 بيليون?? ټري سونامي پروګرام ترمخه ځائې وګړو ته د ځنګلو تحفظ لپاره روزګار وركړې شوي ۔ وزيراعظم وو??يل هيواد كښې د ماحوليات او ځنګلي ځناورو تحفظ لپاره د نيشنل پاركس شميره د 30 نه 39 ته رسولې شوي او دا اقدام زمونږ محفوظ سيمو ته ودې وركولو برخه ده ٬ د كوم آغاز چې په كورونا په مهال شوې ؤ۔ وزيراعظم وو??يل زمونږ د حكومت په وړومبنو دوه كلو??و كښې د نيشنل پاركس شميره 25 فيصده زياته شوي۔ دا ټول اقدامات د حياتياتي تنوع حفاظت لپاره زمونږ د د قوي ارادې عكاسي كوي