اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقی ??زیر سینیټر شبلی فراز وئيلي دي عدالت ته مطلوب مجرم نواز شریف د برتانيې څخه بيرته راوستلو لپاره قانونی او سفارتی ذريعې كاروو ، تر 15جنوری 2021 به محمد نواز شریف کوټ لکھپت یا کوم بل زندان كښې وي، کر??شن كښې د ككړ اپوزیشن اصل ځاې زندان دے، د سندھ پېښه يوه ډرامه ده، حقیقت كښې (ن) ليګ او پیپلز پارټي خپلو كښې ګيم كوي، د کیپټن صفدر د نيولو ویډیو فوټیج د سندھ حک??مت او مسلم لیګ (ن) ډيرې ادعاګانې ناسمه ثابت كړې ، د دورازې ماتولو او زوره د ??وت??لو چرته هم ښكاره ثبوت نشته، د هغوي سياست ختم شوے، مسلم لیګ (ن) تقسیميږي،ریټائرډ کیپټن محمد صفدر نيول د سندھ حک??مت او پولیس معامله ده،د پیپلز پارټۍ كردار پيژنو ، د 18م بدلون مقصد هم واضحه شوے هغوي وفاق کمزورے كول غواړي، د پیپلز پارټۍ او مسلم لیګ (ن) سیاست په درغو اډانه دے، د مریم نواز په تندي نن خفګان ليدے شي۔ ده د جمعې په ورځ پی آئی ډی كښې خبرې کنفرنس ته وينا كوله۔ وفاقی ??زیر سینیټر شبلی فراز ووئيل په ميډيا چینلز کراچۍ كښې د ریټائرډ کیپټن صفدر نيولو سی سی ټی وی فوټیج نشر شوے،په دغه فوټیج كښې د هغوي د ادعاګانو له مخې ماته دروازه نشته ده ، د فوټیج له مخې ریټائرډ کیپټن صفدر په اطمینان سره د پولیس حراست كښې ؤ، ده ووئيل هغوي دا هير كړي چې پخپل دور كښې هغوي ماډل ټاؤن كښې ميرمنو سره څه كړي ؟ د دغه كسانو د اړخه د محترمه بېنظیر بھټو کردار کشۍ څخه ټول خبر دي۔ده ووئېل د کراچۍ پېښې په اړه مرېم نواز او د سندھ حک??مت بيانونه متضاد دي، د هغوي د متضادو بیانونو څخه څرګندېږي چې بلاول شاید هغوي څخه د خپلې مور بدل اخلي۔ ده ووئيل مریم صفدر ،نواز شریف او د نورو په اړه د سپریم کورټ پريكړه موجود ده، دغه كسان پرله پسې دروغ وائي، د هغوي سياست په درغو او ریاکارۍ اډانه دے ۔ده ووئېل دغه كسان د کر??شن كار پوهه دي، هغوي قامي دولت غلا كړے ،ووټ له د عزت وركولو ادا كوونكو پخپل دور كښې نوټ له عزت وركړے، دغه كسان اصل واقعې څخه پام اخوا كولو له د دروغو سهارا اخلي او دغه كسان د مزار قائد د سپكاوي ذکر ولي نه كوي؟ ده ووئيل شاهی كورنۍ خپل څان قانون څخه بالاتر ګڼي، د مرېم نواز او نواز شریف تاحیات ترجمان هم ښكاره دروغ وائي، دغه كسان داسې دروغ وائي چې رښتيا ترې شرميږي۔ وفاقي وزير ووئيل په وړومبي ځل کرنټ اکاؤنټ پلس له راغلے، د تعمیرات څانګه د پرمختګ پلو روانه ده ،د سیمنټ ،ګاړو ،موټرسائیکلز ریکارډ خرڅ رامخې ته شوے ۔ده ووئيل بهر هيوادونو كښې پاكستانيان د عمران خان په مشرۍ باور لري او هره ورځ ترسیلات كښې اضافه كيږي۔ ده ووئيل د (ن) لیګ او پیپلز پارټۍ سیاست ختم شوے ٬ هغوي به زندان ته ځي ځكه چې کر??شن کوونكې په هيڅ صورت نه شي بچ كيدے ٬ دا د وزیراعظم عمران خان د قوم سره وعدہ ده۔ ده ووئيل د کیپټن (ر) صفدر اعوان نيولو سره وفاق هيڅ تعلق نه لري،سندھ پولیس هغه نيولے دے او په دې معامله كښې د سندھ حک??مت په هر ځائې ځواب وركونكے دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل اسحاق ډار د کر??شن او د ډالر د مصنوعی کیپ ماهر دے، د اسحاق ډار په وجه په نړيواله كچه پاکستان ستونزو سره مخ شوے