اسلام آباد۔1نومبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د پاكس??ان ګټه د قا??ون سرلوړي باوري ك??لو كښې ده۔ طاقتور او كمزوري لپاره بايد يو قا??ون وي۔ د اپوزيشن ګټه د پاكس??ان د ګټو په ضد ده۔ عمران خان به دا ډاكوان چرې هم معاف نه كړي۔ د لوئے څښتن شكر دے چې كه دا خلك د پوځ سرلښكر او د آئي اېس آئي چيف په ضد خبرې كوي نو د دوئي د ټاكلو زما پرېكړه سمه وه۔ ډاكوان ددوئي په ضد خبره كوي نو د دې مطلب دا دے چې هغوي بالكل سم خلك دي۔ په راتلونكو ورځو كښې به وويني چې پښې د چا رپي او د چا په تندي خوله راځي۔ زمونږ امنيتي ځواكونو په تېرو پنځلس شل كلونو كښې كاميابۍ او مړانې سره د ترهګرۍ مقابله كړې او هېواد ئې محفوظ جوړ كړے۔ له دې كبله د پاكس??ان هغه حال نه شو كوم چې د نورو اسلامي هېوادونو شو۔ زمونږ استخباراتي ايجنسيو د اړي ګړي رامخې ته كوؤنكې هندي هڅې او منصوبې تس نس كړې دي۔ د اتوار په ورځ ګلګت كښې د ګلګت بلتس??ان آزادي پړېډ ته خپل خطاب كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل زه اولس ته وئيل غواړم چې يو مضبوط پوځ پاكس??ان لپاره څومره ضروري دے۔ لیبیا ، صومالیه، یمن او افغانس??ان كښې تباهي خپره شوې ده۔ په دې هېوادونو كښې يا جنګونه شوي يا روان دي۔ ددې هېوادونو اولس ستونزو سره مخ دي۔ وزيراعظم ووئيل د پاكس??ان په ختيځ كښې ګاونډي هېواد هندوس??ان كښې په 73 كلونو كښې يو داسې حكومت راغلے دے كوم چې تر ټ??لو زيات انتها خوښې دې۔ دا د مسلمانانو او پاكس??ان نه كركه كوؤنكې حكومت دے۔ د نرېندرمودی حکومت د مسلمانانو په ضد اقدامات كوي۔ د نرېندرا مودی حکومت چې مقبوضه كشمير كښې څه كړي دي هغې ته به پام كول وي چې پاكس??ان يو مضبوط پوځ او امنيتي ځواكونو ته څومره اړتيا لري۔ وزيراعظم ووئيل هره اونۍ زمونږ امنيتي ځواكونه د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د خپلو ځانونو قرباني وركوي۔ وزیراعظم ووئيل مونږ ته معلومه ده چې مودي حكومت پاكس??ان كښې د ترهګرۍ په شكل كښې نه بلكې د علماﺀ كرام وژلو سره د شيعه او سني فساداتو د لارې د اړي ګړي رامخې ته ك??لو هڅې كوي۔ کلبھوش یادیو وئيلي وو چې څنګه به هند بلوچس??ان او كراچۍ كښې د ترهګرۍ او اړي ګړي خپر??لو هڅه كوله۔ وزیراعظم ووئيل د پاكس??ان ګټه د قا??ون په سرلوړۍ باوري ك??لو كښې ده۔ طاقتور او كمزوري لپاره بايد يو قا??ون وي۔ وزيراعظم ووئيل د معيشت سم??لو او مضبوط??لو له مونږ خپلې هڅې روانې ساتلې دي۔ وزیراعظم ووئيل د مسلمانانو تاريخ دا پاتے شوے دے چې دوئي ته تر ټ??لو زيات زيان ذاتي ګټې نظر كښې نيوونكو د ميرجعفر او مير صادق په ډول خلكو رسولے دے۔ قرآن كريم كښې د منافق درجه د كافر نه ښكته ښودلې شوې ده۔ په جنګ خندق كښې نبي كريم (ص) د مكې كافرانو سره سره منافقينو سره هم مقابله كوله۔ نن مونږ پاكس??ان كښې د مير جعفر او مير صادق مقابله كوؤ۔ دا هغه خلك دي كوم چې د نرېندرا مودي په ژبه خبرې كوي۔ هغه ووئيل نړۍ ليدلې چې د پلوامه پېښو نه وروستو پاكس??ان څه وكړل۔ ماته د يو شمېر هېوادونو مشرانو مباركي راكړې وه۔ دا خلك وائي پاكس??ان د يرې نه دا پرېكړه كړې وه ۔ وزيراعظم ووئيل ددوئي مقصد دا دے چې په څه ډول عمران خان بلېك مېل شي او دوئي ته د دوئي لوټي كړي رقم لپاره اېن آر او وركړي۔ وزيراعظم ووئيل زه ټول اولس ته وايم چې عمران خان به كله دا ډاكوان معاف نه كړي۔ وزيراعظم د ګلګت بلتس??ان آزادۍ ورځې په موقعه د ګلګت بلتس??ان اولس ته مباركي وركړه۔ هغه ووئيل دا د خوشحالۍ مقام دے چې زه په دويم ځل د ګلګت بلتس??ان آزادي پرېډ كښې ګډون كوم۔ تر كومې چې زه وزيراعظم يمه زما به هڅه وي چې دا د خوشحالۍ ورځ د ګلګت بلتس??ان اولس سره تېره كړم۔ وزیراعظم ووئيل د ګلګت بلتس??ان سكاوټس او هغه شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوم كومو چې د ډوګرا راج په ضد هڅې ك??لو سره دا سيمه آزاده كړه۔ وزیراعظم ووئيل زه د ګلګت بلتس??ان اولس ته ګلګت بلتس??ان ته د عبوري صوبائي حېثيت په وركول كېدو هم مباركي وركوم۔ دا ددې سيمې د ځوانانو يوه پخوانۍ غوښتنه وه مونږ دا پرېكړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قرارداد ته پام ك??لو سره كړې ده۔ وزیراعظم ووئيل سيمه كښې د ټاكنو په موقعه په پرمختيائي منصوبو خبره كولې نه شم بياهم د موجوده حكومت د پرمختيائي پالېسۍ محور د ټولنې بې وزله طبقې او د لسيزو راهېسي له پرمختګ وروستو پاتې پخوانۍ فاټا ٬ د بلوچس??ان او پنجاب مغربي ضلعې ٬ دننه سندھ او ګلګت بلتس??ان د پرمختګ په مركزي چوكاټ كښې شاملول دي۔ كه لوئے څښتن ته منظور وي راتلونكو ورځو كښې به د حكومت د پرمختګ پروګرام دې سيمو پلو وګرځولې شي۔