اسلام آباد۔29نومبر(اے پی پی) د هند په غېر قانوني توګه نيولي شوي كشمير كښې كل جماعي حريت كنفرنس نائيجر كښې د اسلامي تعاون تنظيم غونډه كښې د كشميري اولس په حق كښی په متفقه توګه د قر??رد??د په منظورولو د پاكستان خارجه وزير شاه محمود قرېشي ته د كشميري اولس لخوا د عقيدت پېرزوئينې وړاندې كړې دي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د كل جماعي حريت كنفرنس جنرل سېكرټري مولوي بشير احمد عرفاني سرينګر كښې جا??ي كړي خپل يو بيان كښې ووئيل چې د اسلامی تعاون تنظیم د كشمير رابطه ګروپ په هند زور راوړے چې هغه دې د كشميري اولس په ضد كارروائۍ بندې كړي۔ د دوئي د بنيادي حقونو دې احترام وكړي۔ متنازعه سيمه كښې د آبادۍ تناسب بدلولو نه دې ډډه وكړي او د كشمير مسئله دې د ملګرو ملتونو د قر??رد??دونو په ر??ا كښې حل كري۔ هغه ووئيل پاكستان د 7 ليسزو نه د كشميري اولس سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ كوي۔ د مظلوم كشميري اولس په حق كښې د غږ په پورته كولو او په كشميري اولس روان ظلم او زياتې نړۍ ته په ډاګه كولو او د كشميري اولس په ملاتړ كولو د پاكستاني حكومت او اولس مننه كوؤ۔ هغه هيله ولرله چې پاكستان به دغسې د كشميري اولس سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي مرسته روانه ساتي۔