اسلام آباد۔2فروری(اے پی پی) دا??له وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي پاكستان او برطانيه يو بل ته مجرمان سپارلو سره اړوندې لوظنامې ته زر تر زره په حتمي شكل وركولو سلا شوي دي۔ د نهې په ورځ دا??له وزير شېخ رشيد احمد سره پاكستان كښې د برطانيې هائي كمشنر كرسټيئن ټرنر ملاقات وكړو كوم كښې چې د پاکستان او برطانیې ترمينځه په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې ??وښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ دا??له وزير شېخ رشيد احمد په دې موقع خپلو خبرو كښې ووئيل پاكستان او برطانيه يو بل سره پخواني اړيكې لري۔ د دواړو هېوادونو د اولس ترمينځه هم ژورې اړيكې ??ي۔ وفاقي وزير ووئيل د بدقسمتۍ خبره ده چې د غريبو هېوادونو پېسه لوټ كوؤنكي ل??يو هېوادونو كښې پناه اخلي۔ دا??ې ګامونه بايد پورته كړې شي چې جرم كوؤنكي چرته هم پناه نه مومي۔ هغه ووئيل د پاكستان او برطانيه ترمينځه رابطې لا ګړندۍ كولو ته اړتيا ده۔ په دې موقع برطانوي هائي كمشنر پاكستان كښې د كورونا وائرس مخنيوي ل?? حكومتي اقدامات او انتظامات ?? اطمينان وړ وګرځول۔ هغه ووئيل د پاكستان دا??لي امنيتي صورتحال ?? اطمينان وړ دے۔ د پاکستان او برطانیې ترمينځه تجارت زياتولو له بايد ګامونه ګړندي كړې شي۔ هغه ووئيل د برټش ایئروېز او ورجن ائیرلائنز چلولو سره به دوه اړخيزه تجارت او سېلګرۍ ته وده ترلاسه شي