اسلام آباد 03 مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي عمران خان به نن د سېنېټ په ټاكنو كښې بريالے كېږي، د جمهوريت مضبوطيا ??پاره بايد مونږ په ګډه هڅې ??كړو. د شورو په ورځ خبريالانو سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل 120 فيصد باور لرم چې حفيظ شېخ به بريالے كېږي. ده ووئيل د پارلمان كوم هم غړے مرور نه دے، ټول پخلا دي، د ټاكنو په وخت نا مرورتيا او ستونزې بيانول د جمهوريت برخه ده. نن جمهوريت لپاره مهمه ورځ ده. بايد مونږ د انتخابي اصلاحاتو پلو لاړ شو چې دغسې جمهوري عمل بهتر شي ا?? جمهوريت قوي شي.