اسلام آباد۔9 مارچ(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي د سېنېټ چيئرمېن چوكۍ له ووټ غوښتلو لپاره مخالفينو له هم ورتللے شم۔ د ټاكنو په مېدان كښې اودرونكے په خپل ځان باور ل??ي۔ مقابله سخته ده خو لوي څښتن به خېر كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د نهې په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سر ه په ګډه د مي??يا سېنټر پرانستې په موقع وكړه۔ هغه ووئيل د سېنېټ ټاكنو لپاره زه د ووټ غوښتلو په لړ كښې يوسف رضا ګ??لا??ي له هم ورتللے شم۔ مي??يا د پارليمنټ برخه ده ځكه د دې د ضرورتونو به خيال ساتلے شي۔ د سېنېټ چيئرمېن چوكۍ لپاره په راروانو ټاكنو كښې د برخې اخستو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل څوك چې مقابلې له مېدان كښې اودرېږي هغه په ځان باور ل??ي۔ مقابله سخته ده خو لوي څښتن به خېر كړي۔ هغه ووئيل مونږ له به پارليمنټ مضبوطول وي۔ ګټه كه د هر چا وي خو جمهوريت بايد مستحكم وي