اسلام آباد۔24مارچ (اے ??ی پی) د پاكستان تحريك انصاف لارښود سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي د پي ډي اېم ګو??دونو يو ځائې كېدل غېر فطري وو۔ انجام ئې د ټولو وړاندے دے۔ پي ډي اېم ګو??دونو يو بل په ډاګه كړل۔ حكومت د كشمير مسئلې حوالے سره په خپل دريځ ولاړ دے۔ زمونږ حكومت د كشميري اولس ??ږ په زړه پورې ډول پورته كړو۔ مولانا فضل الرحمن د كشمير كمېټۍ چيئرمېن پاتے شوے ولې هغه هېڅ نه دي كړې۔ حكومت چې كومه تګلاره وضعه كړې وه د هغې تر سېوري لاندې واكسين وېړيا لګولې شي۔ سباؤن كښې به نور واكسين هم هېواد ته راشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د شورؤ په ورځ يو نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې وكړه۔ هغه ووئيل كه پاكستان تحريك انصاف دھرنا و ركړې وه نو مونږ نېب راغوښتلے نه وو۔ بلكه مونږ خو د كرپ??ن په ضد راوتلې وو۔ هغه ووئيل پاكستان تحريك انصاف كوم ګو??د ساره ذاتي دښمني نه لري۔ كوم ګو??دونه چې د هېواد په پرمختګ كښی خپل كردار ترسره كوي او د قانون په سرلوړۍ باور لري او ګو?? ګو??دونه چې د رياستي قانون تابع ساتي مونږ دغه ګو??دونو سره هېڅ اختلاف نه لرؤ۔ د مريم نېب ته د وړاندې كېدو په اړه د يو پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د قانون خيال ساتونكې كوم ګو??د داسې نشي كولې چې نېب پوښتنه وكړي او دغه ګو??د لشكر كشي وكړي۔ سېنېټر شبلي فراز ووئيل د مسلم لیګ (ن) په حكومت كښې نواز شريف هند سره كاروبار كولو۔ (ن) لیګ د هېواد ګټو نه زياته ترجيح خپلو ګټو ته وركوله۔ د مولانا فضل الرحمن په اړه سېنېټر شبلي فراز ووئيل په تېرو دواړو حكومتونو كښې فضل الرحمن د كشمير كمېټۍ چيئرمېن پاتے شو ولې هغه د كشمير په حقله هېڅ نه دي كړې۔