اسلام آباد 31مارچ (اے پي پي) وزيرِ اعظم عم??ان خان اولس ته غږ كړے چې په كورونا اېس او پيز عملدرآمد باوري كړې، د كورونا دريمي چپې مخنيوي او د وباﺀ مخنيوي په اړه تګلاره به د هېواد معاشي حالات او په خاص توګه د اولسي ستونزو ترمخه ترتيبولې شي، مونږ له به تر تولو غريب اولس له ريليف وركول او هغوي د كورونا وبا منفي اثرات څخه بچ كول وي، وزيراعظم ټولو صوبائي حكومتونو ته سپارښتنه وكړه چې په كورونا اېس اوپيز عملدرآمد په اړه اولس متحرك كړې او ضلعي انتظاميې له به په ښه ډول كردار ترسره كول وي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د كوويډ لپاره د نېشنل ك??آرډينيشن ك??ېتۍ غونډې مشرۍ كښې كړې۔ وزيراعظم ووئيل د كورونا دريمي چپي مقابلې كولو په لړ كښې تر ټولو كوټلي تګلاره د وباء تندۍ سره خپريدو په محركاتو به قابو موندل او د ماسك اچول باوري كول وي ۔په غونډه ك??ې وزير اعظم ته په هېواد كښې د كورونا وبا خپريدو صورتحال، د مثبت كيسونو شرح ، د كوويډ ويكسين شته والي او اولس له وركولو او سباړن كښې د ويكسين زيات مقدار كښې شته والي باوري كول او سيمه كښې د كورونا دريمي چپي نه پس په صورتحال هم بريفنګ وركړے شو۔ وزير اعظم په دې خبره د تشويش څرګندونه وكړه چې اولس د كورونا په اېس او پيز عملدرآمد په اړه لا پرواهي كوي۔ وزيرِاعظم ووئيل په كورونا اېس او پيز عملدرآمد باوري كولو له به اولس له كمپائن پيل ك??ل وي۔ وزيراعظم ووئيل د نړۍ د تجربې څخه دا خبره ثابت شوې چې د كورونا وبا مخنيوي په اړه ماسك اچول تر ټولو زيات موثر دي۔ وزيرِ اعظم ووئيل د كورونا دريمي چپي مقابلې او وباء مخنيوي په اړه تګلاره به د هېواد معاشي حالات او په خاص توګه د اولس ستونزي تره نظره ساتلو سره ترتيبولې شي۔ده ووئيل د وباﺀ له امله غريبانان تر ټولو زيات ځپلے كيږي۔ وزيرِ اعظم ووئيل د توازن پاليسي بايد اختيار كړے شي دغسې چې د وبا په ښه ډول مقابله وكړې شي۔ وزيراعظم ووئيل د كورونا تيري چپي په نتيجه كښې يواځي په پاكستان كښې د دوه كروړه اولس روزګار متاثره شوے۔ده ووئيل احساس ايمرجنسي كيش پروګرام په وجه غريبو طبقو له موثره ريليف وركړے شوے۔صوبائي اعليٰ وزيران او چارواكو وزيراعظم د خپلو خپلو اړوندو صوبو د صورتحال څخه خبر كړو۔ وزيرِاعظم ټولو صوبائي حكومتونو ته سپارښتنه وكړه چې د كورونا په اېس اوپيز عملدرآمد په اړه اولس متحرك كړي او د ضلعي انتظاميې موثره كردار هم باوري كړي