پينډۍ 07 اپريل (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاويد باجوه سره د روس خارجه وزير سرګئي لاوروف ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د دفاع او سلامتيا په څانګو ??ښې د مرستې زياتولو ، سيمي او پھ خاص توګه افغان امن عمل پشمول د شريكي خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د آئي اېس پي آر ډائريكټر جنرل، ميجر جنرال افتخار بابر له مخې د روس خارجه وزير سرګئي لاروف جي ايچ كيو پينډۍ ??ښې د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاويد باجوه سره ملاقات كړې۔ د روس خارجه وزير د ترهه ګرۍ په ضد جنګ ??ښې د پاكستان د كاميابيو او سيمه ايز امن او استحكام او پھ خاص توګه افغان امن عمل ??ښې د پاكستان مخلصانه هڅو اعتراف كولو سره وستائلې۔ د روس خارجه وزير سرګئ لاوروف ووئيل پاك روس اړيكې يو مثبت پلو روانې دي او په بيلو څانګو ??ښې پرمختګ كوي۔ د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاويد باجوه ووئيل پاكستان روس سره خپلي اړيكي مهمې ګڼي او دوه اړخيزه پوځي مرستېې زياتولو له خپل كردار ترسره كوي۔ جنرل قمر جاويد باجوه زور راوړو چې پاكستان د هغه ټولو اقدامات هركلې كوي كوم چې په افغانستان ??ښې امن او استحكام راوستلې شي،دې څخه به ټوله سيمه مستفيد شي۔ ده ووئيل مونږ د كوم هېواد په ضد څه مخاصمانه عزائم ??ه لرو او مونږ به د خپلواكۍ ،مساوات او په شريك پرمختګ اډانه يو كوآپريټو ريجنل فريم ورك پلو كار روان ساتو