اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي د شهدو پېداوار او معيار زياتوالي لپاره د شهدو مچو ساتلو په لړ كښې د جديدو طريقو په خپلولو زور راوړلو سره وئيلي دي د مچو ساتونكو كسانو استعداد زياتولو سره د شهدو پېداوار او معيار ښه كېدے شي، حكومت به د شهدو مچو ساتنې ډاډګېرنې او اسانيو لپاره د وزيراعظم د كامياب جوان ??روګرام له مخې قرض وركوي. ده دا ??برې د شورو په ورځ په پاكستان ??ښې د مچو ساتنې ودې په اړه د غونډې مشر?? كولو په مهال وكړې. په غونډه كښې د آل پاكستان ??ګس بان ?? مګس فروش اېس??سي اېشن صدر نديم قاسمي، د پاكستان زرعي تحقيقاتي كونسل چيئرمېن ډاكټر محمد عظيم خان، د خېبر پښتونخوا د ځنګلات ، ماحوليات او ځنګلي حيات سېكرټري اسلام زېب، د كركيلې سېكرټري، محمد اسرار او نورو اعلٰی چارواكو هم ګډون وكړو. غونډې ته په خپله وېنا كښې صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل د پاكستان اب هوا او د نباتاتو اعلٰی معيار شهد جوړوول لپاره موزون ده او د مچو ساتلو د لارې خلقو ته د روزګار وركولو او د زرمبادله ګټلو لوي صلاحيت موجود دے. ده ووئيل د شهدو پېداوار او معيار ښه كولو لپاره دې د مچو ساتلو جديدې طريقې خپلې كړې شي. ده ووئيل د مچو ساتنې پرمختګ لپاره به د نيوټك او ټيوټا پشان تربيتې ادارو كښې به د اعلٰی درجې تربيه وركولې شي. صدر هيله څرګنده كړه چې د حكومت ١٠ بلين ټري سونامي په نتيجه كښې به د مچو ساتنې ماحول ښه كېدو له مرسته تر لاسه شي. صدر ټولو اړوندو ډلو ته ووئيل چې هغوي د شهدو پېداوار او برآمدات زياتولو لپاره د دې څانګې ستونزې هواري كړي. د اېس??سي اېشن صدر نعيم قاسمي د څانګې د ستونزو په اړه غونډې له بريفنګ هم وركړو.