اسلام آباد۔30اپرېل(اے پی پی) د هنګري ??ار??ه وزير پيټر سجارتو وئيلي دي د هنګري فوډ ٬ ټېکنالوجی، میډیکل او آئی ټی كمپنۍ پاكستان كښې د سرمايه كارۍ كولو اراده لري۔اروپائي ائتلاف او په خاص توګه ناټو دې د افغانستان نه د پوځونو وتلو نه وروستو د ترهګرۍ مخنيوي له د پاكستان د هڅو ملاتړ وكړي۔ د جمعې په ورځ خپل پاكستاني همڅنګ سره په ګډه خبري كنفرنس ته خطاب كښې هغه ووئيل مونږ سيمه كښې د پاكستان مستحكم كردار ته اړتيا لرؤ۔ هغه ووئيل د نېټو وتلو نه وروستو افغانستان بايد يو وارې بيا د ترهګرو د پناه اخستو ځائې جوړ نه شي۔ د هنګري ??ار??ه وزير د امريكا او طالبانو ترمينځھ دوحه امن لوظنامه كښې د پاكستان كردار تسليم كړو۔ هغه ووئيل دواړو هېوادونو د هنګري په پوهنتونونو كښې پاكستاني زده كوؤنكو لپاره د 200 وظيفو جاري كولو لوظنامه لاس ليك كړے ده۔ هغه ووئيل زمونږ هېواد به اروپائي ائتلاف كښې د پاكستان د جي اېس پي پلس سټېټس ملاتړ روان ساتي۔ ??ار??ه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل د هنګري 17 كمپنيو د پاكستان دوره كړې ده كومو چې پاكستاني كمپنيو سره همكارۍ ته وده وركولو كښې خپله خو??ي ښكاره كړې ده۔ هغه ووئيل مونږ نن د ډېری پېداوار او سائبر سیکیورټی په شمول يو شمېر لوظنامې لاس ليك كړې دي۔ هغه ووئيل پاكستان هنګري د اروپائي ائتلاف يو اهم هېواد ګ??ي او دوه اړخيزه اړيكو ته اهميت وركوي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل د هنګري ??ار??ه وزير پاکستان كښې کاروباری کمپنیو لپاره د 84 ملین ډالر کرېډټ لائن اعلان كرړ دے۔ ??ار??ه وزير هيله ولرله چې د دې پلاوي بزنس ټو بزنس میټنګز به د ډاډ وړ نتيجې رامخې ته شي۔ هغه د هنګري او پاکستان ترمينځه د ډائرېکټ فلائټس په اعلان كولو او د جی اېس پی پلس حوالې سره د پاكستان د ملاتړ په كولو د ??ار??ه وزير سجارتو مننه وكړه۔ ??ار??ه وزير ووئيل د اېف اے ټي اېف په اړه زمونږ سوچ كښې همغږي موندې شي او هغه دې خبرې سره اتفاق كوي چې اېف اے ټی اېف بايد سياسي مقصدونو له كارولې نه شي۔ هغه ووئيل مونږ بېلو څانګو په خاص توګه معيشت ٬ تجارت ٬ د اولس په كچه رابطو او په نړيوالو فورمونو د شريكې خو??ې په چارو كښې هم دوه اړخيزه مرستې ته په وده وركولو اتفاق كړے دے۔ (mwa/mwa/1626)