اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د كراچي نيوكليئر پاور ??لانټ د 1100 مېګاواټ د يونټ۔2 پرانسته كړې۔ د جمعې په ورځ په كراچۍ او بيجنګ كښې د پرانستې ورچوئل تابيا شوې چې پكښې وزيراعظم عمران خان د اسلام آباد څخه ګډون كړے۔ په دستوره كښې د اطلاعات او خپرونو وفاق?? وزير فواد حسېن چوهدري، د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي شبلي فراز، د توان وفاق?? وزير عمر ايوب خان، وفاق?? وزير حماد اظهر، د اټامك انرجي كمېشن چيئرمېن محمد نعيم او نورو هم ګډون كولو۔ د اټامك انرجي كمېشن چئيرمېن د وزيراعظم عمران خان په دستوره كښې په ګډون كولو مننه وكړه۔ د انټرنېشنل اټامك انرجي اېجنسۍ ډائرېكټر رافيل ګروزي هم دستورې ته ورچوئل وېنا وكړه او د پاك??تا?? سوله ايزو مقاصدو لپاره د اتومي توان د استعمال ستائنه ئې وكړه او دا ئې محفوظ او ماحول دوسته وګرځوله۔ د چائنا اټامك انرجي اتھارټۍ چيئرمېن د پاك چين اړيكو سالګرې مباركي سره دا منصوبه د پاك چين دوستۍ مظهر ګرځولې ده ۔هغه ووئيل چين به پاك??تا?? سره مرسته دوامداره ساتي۔ د ايس پي ډي ډي جي او اړوند چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔ د K-2 نيوكليئر پاور ??لانټ د جديد ترين نوعيت جنرېشن تهري نيو كليئر پاور ??لانټ دے كوم چې د حفاظت او سېفټي جديد ترين انتظامات لري ۔ په دې كښئ داخلي او خارجي تحفظ او د پېښو نه بچ كېدو نه علاوه د اېمرجنسي په صورت د تحفظ او مخنيوي جديد ترين صلاحيتونه شامل دي ۔ د دې پلانټ موده 60 كاله ده او دې كښې د شلو نورو كالو اضافې كېدې شي٬ د دې پلانټ ترلاسه كېدل او د استعداد عوامل لا بهتر دي او د اېندهن د كارولو موده ئې هم زياته ده ۔۔ د پلانټ جوړېدو كار په نومبر كال 2013 كښ?? پېل شوے ؤ او د پاك??تا?? نيوكليئر ريګوليټري اتھارټۍ (پي اېن آر اے) د رسمي منظورۍ نه پس په دې كښې اتومي اېندهن د تنصيب كار د دسمبر په وړومبۍ نېټه كال 2020 شروع شوے۔ تكنيكي جانچ پړتال چې پكښې بېلا بېل ټيسټونه شامل وو او د دې پلانټ طبعياتي ټيسټونو نه پس په اتلسم مارچ 2021 دا نيشنل ګرډ څخه منسلك كړے شوے دغسې چې د دې برېښنا پېداوار پرله پسې زيات كړے شي ۔۔ د پاک??تا?? د اتومي توان كمېسون تر انتظام 06 نيوكليئر پلانټس كار كوي ٬ دوه نيوكليئر پاور ??لانټ د كراچۍ ساحلي سيمه كښې په كراچي نيوكليئر پاور ??لانټ K-1 او کراچي نيو کلير پاور ??لانټ K-2 په نوم دي او څلور ??يوکليئر پاور ??لانټ چشمه نيوکليئر پاور ??لانټ د 01 نه تر 04 په چشمه كښې دي ٬ تر اوسه په پاك??تا?? كښې اتومي ذريعو څخه د برېښنا پېداروار 1400 مېګاواټ دے ٬ د دې پلانټ پرانستې سره به په د?? پېداوار كښې 1100 مېګاٶاټ زياتوالے راشي او د نيوکليئر پاور ??لانټ K-3 تنصيب په آخري مراحلو كښې دے ۔ د كمېشنګ عمل نه د تېرېدو نه پس دې څخه د برېښنا پېداوار په راتلونكې كال كښې امكان لري ۔ دلته دا خبره د ذكر وكړ ده چې پاك ، د اعتماد وړ او د ارزانې برېښنا پېداوار څخه د هېواد معاشي حالت د ښه كېدو هيله لرلې شي۔(