اسلام آباد 16 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان پوليس ته امر كړې دې چې يو طاقتور سره دې نه رعايت وكړې شي او نه لحاظ ٬ يو كس مقدس نه دے ٬ په كمزورې كسانو دې رحم وكړې شي، د قانون نفاذ سره په ټولنه ك??ې خوشحالي راځي٬ اسلام آباد كښې د سوله ثبات بهتر صورتحال څخه د هېواد مثبت تشخص به نړۍ ته رامخې ته شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د شورو په ورځ د سېف سټي هېډ آفس دورې او د ايګل سكواډ پرانستې په موقع كړې۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د پوليس كار قانون نافذ كول دي كوم هېواد كښې چې پوليس خپل كار په صحيح ډول كوي هلته خوشحالي راځي ځكه چې معاشره په امن كښې وي۔ وزيراعظم ووئيل د قانون د نفاذ مطلب ي??ازې دا نه دې چې كمزورې خپل په زندان كښې واچولې شي٬ پوليس دې دياړ مارو٬ مزدورانو او كمزورې طبقې سره سخ??ي نه كوي٬ په ھغوي دې رحم كوي٬ طاقتور سره سخ??ي وكړې او ھغه د قانون طابع كړۍ ٬ د قانون عملداري هم د دې نوم دے۔ وزيراعطم پوليس ته تاكيد وكړو چې په طاقتورو د لاس اچولو نه ډډه مه كوۍ او مه د چا لحاظ كوۍ٬ څوك م??دس نشته٬ كه زه هم د قانون خلاف ورزي وكړم يا بل وزير نو كاروائي دې وكړې شي٬ كه داسې ونه ك??ې شول نو زه به د پوليس په ضد كاروائي كوم۔ وزيراعظم ووئيل په كومه ټولنه ك??ې چې د قانون سرلوړي وي هم ھغه معاشره ترقي كوي٬ د قانون د نفاذ نشتوالي په سبب مونږ په پرمختګ كښې وروستو پاتې شوې يو، كومو هېوادونو كښې چې پوليس په مستعدۍ او ايماندارۍ سره كار كوي هلته خوشحالي راځي۔ وزيراعظم ووئيل نبي کريم ۖ فرمائيلي وو كه زما لور فاطمه (رض) هم د قانون خلاف ورزي وكړي نو د سزا حقداره به وي۔ ده ووئيل چې مونږ پرمختګ نه كوٶ نو سبب ئې هم دا دې چې مونږ قانون په طاقتور او غټانو نه دې نفاذ كړې۔ وزيراعظم عمران خانووئيل د ټېكنالوجۍ استعمال سره به د جرائمو په لاره نيولو كښې مرسته ترلاهس شي، سېف سټي منصوبې لپاره چې څه قسم مرسته پكار وي حكومت به كوي۔ ده امر وكړو اسلام آباد د پاكستان پايه تخت دے٬ دلته مثالي نظام پكار دے٬ ځكه چې د ګردې نړۍ خلق اسلام آباد ته راځي دې سره به د هېواد په زړه پورې تشخص رامخې ته شي ۔ په دې موقع وفاقي وزير شېخ رشيد احمد هم وېنا وكړه۔