اسلام آباد۔23جون(اے پی پی) قامي سلامتيا لپاره د وزيراعظم صلاح??ار ډاكټر معيد يوسف د شنګهائي كواپرېشن ارګنائوېشن (اېس سي او) غونډه كښې د پ??كستان نمائندګي كړې۔هغه د شنګهائي مرستې تنظيم غړو هېوادونو د سېكورټي كونسل سېكترانو په غونډه كښې ګډون كړے۔په دې موقع د قامي سلامتيا صلاح??ار ډاكټر معيد يوسف غونډې ته په خپل خطاب كښې په سيمه ايز صورتحال د پ??كستان دريځ وړاندې كړو۔په دې موقع ده د شنګهائي مرستې تنظيم په كردار د پ??كستان نقطه نظر هم وړاندې كړے شو ۔ په غونډه كښې د شنګهائي مرستې تنظيم د قامي سلامتيا صلاحكارو په مشتركه پروټوكول لاس ليك وكړو۔د قامي سلامتيا صلاح??ار معيد يوسف د اېس سي او غونډې په موقع د روسيې خپل هم څنګ سره ملاقات وكړو چې پكښې د روسيې هم څنګ هغه ته د ماسكو دورې لپاره خاص بلنه وركړه۔دغسې قامي سلامتيا صلاح??ار ډاكټر معيد يوسف د هند قامي سلامتيا صلاح??ار اجيت دوول سره ملاقات ونه كړو