اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي پاكستان سيمه ايزو رابطو له اهميت وركوي٬پاكستان او مينځنۍ آسيا په زړه پورې قدرتي او بشري وسائل لري او غټ كنزيومر ماركيټس لري ۔د دواړو سيمو د وګړو ژوند بدلېدې شي۔پاكستان د مينځني آسيا او نورو هېوادونو تجارت او ټرا??زټ لپاره بحيره عرب سره د تړلو ??ه غرض د ګوادر او كراچۍ بندرځ??يو??و وړاندېز كولو ??ه چمتو دے۔د جمعې په ورځ په تاشقند كښې “د مينځني او سوئېلي آسيا 2021 : ريجنل كنيكټيوټي:چېلنجز اينډ اپر چونيټيز”په سرخط كنفرنس ته په خ??له وېنا كښې وزيراعظم عمران خان د جديدو ټولنو او اقتصادي پرمختګ پېشرفت لپاره سيمه ايزو رابطو اهميت رامخې ته كړو۔ده ووئيل شريك جغرافيائي جيو اكنامك صورتحال او كلتور د دواړو سيمو ترمينځه د رابطو ودې لپاره يو ډول موقعې وركوي۔وزيراعظم عمران خان د ازبكستان تاريخي دورې په مهال د جمعې په ورځ د مينځني او سوئېلي آسيا سيمه ايزو رابطو په حقله د كنفرنس پرانستې سېشن كښې ګډون وكړو۔د كنفرنس اهتمام د ازبكستان حكومت د صدر شوكت مرز??يو?? د خاص اقدامات ترمخه مينځني او سوئېلي آسيا كښې تجارت او ټرانسپورټ رابطو لپاره نړيوالې مرستې ته د ودې وركولو ??ه غرض كړے ؤ ۔وزيراعظم د اقتصادي پرمختګ محرك په توګه د سيمه ايزو رابطو اهميت رامخې ته كړو كومې چې د جديدو ټولنو جوړولو ??پاره ضروري دي ۔وزيراعظم ووئيل د دواړو سيمو شريكو رابطو بحالۍ ته اړتيا ده۔ده ووئيل پاكستان سيمه ايزو رابطو ته اهميت وركوي ځكه چ?? دا زمونږ د حكومت د پالېسۍ برخه ده۔پاكستان څو وارې په ټي آِئي آر كنونشن٬ډبليو ټي او ټرېډ پشمول په ګڼو دوه اړخيزه٬ريجنل او انټرنېشنل ټرفېك او ټرا??زټ لوظ نامو لاس ليك كړے۔ده ووئيل پاكستان مينځني آسيا ته تجارت او ټرا??زټ لپاره بحيره عرب سره د هغوي تړلو ??پاره كراچۍ او د ګوادر خپلو بندر ځ??يو??و وړاندېز وركولو ??ه چمتو دے۔وزيراعظم عمران خان افغان امن عمل او د افغانانو ترمينځه خبرو اترو كښې د پاكستان مهم كردار رامخې ته كړو او په دې خبره يې زور راوړو چې افغان شخړه يوازې د افغان دولت او اولس په مشرۍ كښې په خبرو اترو هوارې كېدې شي۔وزيراعظم په افغانستان كښې كوټلي امن لپاره د غېر ملكي عسكرو ستنېدو نه پس د نړيوالې ورورولۍ پرله پسې انګيجمنټ په اهميت زور راوړو۔ده ووئيل په افغانستان كښې كورنۍ شخړې لپاره په پاكستان تورونه لګول ناانصافي ده