اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي﴾ صدر ډاكټر عارف علوي سره د س??ود?? خارجه وزير فيصل بن فرحان السعود د نهې په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات كړے۔د ملاقات په مهال د پاكستان او س??ود?? ترمينځه د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې د اړ??كو اوسنۍ كچه په پراخا كولو اتفاق سره د تجارت او معيشت په څانګو كښې لا پرمختګ لپاره د دوه اړخيزه اړ??كو په اداره جاتي كچه د جوړولو عزم شوے ۔صدر د س??ود?? خارجه وزير هركلي كولو سره ووئيل پاكستان س??ود?? سره اړ??كو ته خاص اهميت وركوي او ورور هېواد سره د معيشت او تجارت اړيكې زياتول غواړي۔ده ووئيل د س??ود?? مشرتابه وژن 2030 ٬ ګرين س??ود?? عرب او د ګرين مينځني ختيز پروژه د ستائنې وړ ده۔صدر ووئيل د كورونا په مهال د پاكستانۍ ټولنې په خيال ساتلو د س??ود?? مشرتابه مننه كوو۔د نړيوالې وبا په مهال د حج په كاميابه انتظامات د س??ود?? حكومت د مباركۍ حقدار دے۔ صدر د ملاقات په مهال په مقبوضه جمو كشمير كښې په بې ګناه مسلمانانو د هند په ظلم و ستم رڼا واچوله او وې وئيل نړيواله ټولنه دې په مقبوضه كشمير د هند د بشري حقونو څخه د سرغړونو مخ نيوې وكړي او د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې دې كشميريانو له د خپلواكۍ حق وركولو لپاره كردار ترسره كړي. صدر ډاكټر عارف علوي د س??ود?? خارجه وزير ته د س??ود?? باچا سلمان بن عبدالعزيز او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان لپاره د نېكو هيلو پېغام هم وركړو. ده هيله څرګنده كړه چې د س??ود?? خارجه وزير دورې سره به دوه اړخيزه اړيكې لا قوي شي. په دې موقع د س??ود?? خارجه وزير ووئيل دواړه هېوادونه په حقيقي توګه د ورورولۍ اړيكې لري. س??ود?? د دوه اړخيزه مرستې اوسنې كچه په ځاے ساتل غواړي. ده ووئيل د ????ود?? مشرتابه پاكستان سره اړ??كو ته خاص اهميت وركوي او د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه اقتصادي اړ??كو ته وده وركول غواړي.