اسلام آباد 31 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب وئېلي دي چې بلاول صاحب كه تاسو سره د ټګۍ كوم ثبوتونه وي نو الېكشن كمېشن يا نورو اړوند ته رجوع وكړئ٬د هسې شور ك??لو به هېڅ ګټه ترلاسه نه شي٬دلته په ټاكنو كښې د پيسې د استعمال سياست زر??اري او نواز شريف معرفي كړې٬دوي د هر ډول ټاكنو نه وړاندې پيسې لګوي٬په اقتدار كښې د راتللو نه پس د دوي پيسې په څو چنده زياتې شي٬دې ځله د زيان سودا شوې۔په پاكستان كښې دننه چې چا د كرپشن مني لانډرنګ او جعلي اكاؤنټونه رېكارډ جوړ كړې هغه ستاسو والد زر??اري دے۔د خالي په ورځ د بلاول زر??اري په بيان په خپل غبرګون كښې وزيرمملكت فرخ حبيب ووئيل چې عمران خان په اپوزېشن كښې پاتې كېدو سره پنځه حلقې پرانستلو لپاره څو كاله هڅې وكړې٬(ن)ليګ او پيپلز ګوند دې د عمران خان د درغلۍ په ضد د هڅو څخه سبق زده كړي۔درغلي دې يوازې د تورونو تر حده استعمال نه كړې شي۔ده ووئيل چې بلاول صاحب پرون خو دې د اپوزېشن يوځاې كولو خبرې كولې او نن(ن)ليګ سره د پنځه كاله مقابلې كولو خبرې كوې