اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپ??ونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسين وئيلي دي په رحيم يار خان كښې ?? ګنېش مندر پېښي غندنه كوو ٬ ګنېش مندر ته يوې ډلې د زيان رسولو هڅه كړې ، د هندو ورورولۍ مذهبي جذبات ته زيان رسوونكو كسانو له بايد سخته سزا وركړې شي، پاکستان څه هند نه دے ، دلته د كومې فاشسټ آئيډيالوجي حکمراني نشته ، د پاکستان په بيرغ كښې ?? دواړو رنګونو حرمت په مونږ فرض دے۔ د جمعي په ورځ رحيم يار خان كښې ?? ګنېش مندر پېښي په اړه خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم او چيف جسټس آف پاکستان د دې معاملې په ذاتي توګه نو??س اخستے۔ ده په واضحه كړه چې د پاکستان به بيرغ كښې ?? دواړو رنګونو حرمت په مونږ فرض دے، زمونږ لپاره سپين رنګ هم دوره حرمت لري څومره چې شين رنګ لري۔ سپين رنګ پاکستان كښې ?? مېشته اقليتونو حقونه په ګوته كوي۔ چوهدري فواد حسين ووئيل وزيراعظم، سياسي او پوځي قيادت او عدالتونه د يو ترقي پسند هېواد لپاره د پاکستان دا آئين تسليموي په كوم كښې چې د اقليتونو د حقونو د تحفظ لوظ شوے۔ده ووئيل بايد مونږ د پاکستانيانو ورونړو لپاره د نسل، رنګ يا عقيدې په بنياد د نخښه جوړونكو عناصرو په ضد اودريږو۔ د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل انشاءالله د پاکستان سباؤن د يو داسې ترقي پسند هنواد دے چرته چې اقليتونه په بشپړه توګه محفوظ وي