اسلام آباد 19 اګست(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف ع??وي د عاشورې د ورځ محرم الحرام 1443ھ /19 اګست 2021 په موقع ??ئېلي دي چې د عاشورې ورځ ډېره د عظمت او د احترام وړ ورځ ده۔د اسلامي او انساني تاريخ ګڼ شمېر عظيم واقعات دېر سره تړون لري خو د اسلامي امت په نزد د عاشورې ورځ مقام چې د كوم تاريخي پېښې په نس??ت ډېر لوړ دے٬هغه د عالي مقام امام حسېن(رض)شهادت دے۔د ايوان صدر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي د عاشورې ورځې په موقع ??ه خاص بيان كښې صدر مملكت ډاكټر عارف ع??وي ووئيل چې په دې ورځ د رسول(ص)نواسي اهل بېت او جانثار ملګرو سره يوځاې د ظلم او استبداد د قوتونو مقابله كړی او خپل ځانونه يې قربان كړي٬دوي دين اسلام ته نوې ژوند وربخښلې۔ده ووئيل چې نن اسلام د هغو قربانيو په بنا ژوندے دے او هم دا قربانۍ د اهل ايمان جذباتو ته د امتحان او ابتلا په لمحو كښې ځلا وربخښي۔صدر مملكت ډاكټر عارف ع??وي ووئيل چې د امام حسېن(رض)شهادت اسلامي امت لپاره يو لوے درس دے او د حضرت امام عالي مقام(رض)شهادت ټولې نړۍ لپاره د عزم او استقلال علامت جوړېدو سره د اسلامي نړۍ د مسلمانانو د زړونو درزه جوړه شوې۔ده ووئيل چې نن موڼږ ته د هغه د شهادت ياد لمانځلو سره په خپل ځان كښې د نظم و ضبط او د ايثار او قربانۍ جذبه پیدا كول دي او د كركو ن??رتونو او ډلو جوړولو ن?? پرهيز كول دي۔مونږ ته خپل ځان دين ملت او هېواد لپاره د عزم او استقلال استعاره جوړېدو سره هر ډول قربانۍ لپاره ذهن تيارول دي كه مونږ په ??ې كښې كامياب شو ن?? د دين او دنيا سربلندي او كامراني به زمونږ مقدر شي۔ده قوم ته خواست وكړو چې په هېواد كښې د كورونا وائرس د ډېلټا قسم له امله د وبا د څلورمې چپی خطر مخ په زياتېدو دې ځكه مونږ ټولو ته د وړاندې پشان د احتياط كولو ضرورت دې۔د عاشورې په اجتماعاتو كښې دې د پاكستاني حكومت لخوا جاري كړې شوي ټول احتياطي تدابير او په اېس او پيز عمل باور كړی شي۔د ويكسين لګولو عمل دې زر تر زره ترسره كړې شي خپل ځان او ن??ر دې د وبا څخه محفوظ كړی شي۔صدر مملكت ووئيل چې حضرت امام حسېن(رض)او د هغه ملګرو ته د عقيدت پېرزوينه وړان??ې كولو ښه طريقه دا ده چې مونږ نن د دې خبرې لوظ وكړو چې مونږ به خپل ژوند د هغوي د تعليماتو له مخې د تېرولو هرډول ممكنه هڅه كوو۔ده دعا وكړه چې لوے څښتن دې مونږ ته په اسوه امام حسېن(رض)د عمل كولو توفيق راكړي او خوږ وطن سره سره دې ټوله نړۍ هم د كورونا د وبا څخه بچ كړي۔