اسلام آباد۔9ستمبر(اے پی پی) د وزیراعظم عمران خان په امر د پاك هوائي پوځ سي – 130 الوتكه افغان اولس لپاره د مرستې سامان وړولو سره كابل ته ورسېده۔ دا الوتكه د زيارت په ورځ په حامد كرزئي نړيوال هوائي مېدان كوزه شوه۔ ا??غانستان كښې د پا??ست??ن سفير منصور احمد خان او د پبلك هېلت سينئر آفيشل حاجي عمر د مرستې سامان اړوند افغان چارواكو ته وسپارلو په كوم كښې چې نزدې 10 ټنه اوړه ٬ يو نيم ټن غوړي او لويې مقدار داروګان شامل وو۔ په دې مهال ميډيا سره خپلو خبرو كښې پا??ست??ني سفير منصور احمد خان ووئيل د پا??ست??ن لخوا افغانستان لپاره د بېړنۍ مرستې لړۍ پېل شوې ده۔ دا اولنے پرواز دے او دويم پرواز به د جمعې په ورځ قندهار ته راشي۔ دغسې د مرستې سامان يوه الوتكه به خوست ته لېږلې شي او دا لړۍ به اوس دوام لري۔ هغه ??وئيل د پا??ست??ن د سركاري او نجي څانګې سره سره د خېراتي ادارو لخوا د خصوصي پروازونو او د طورخم او چمن د لارې د مرستې سامان افغانستان ته راوړلے شي۔ هغه ??وئيل د تېر حكومت د تللو نه وروسته افغانستان په يقيني توګه سخت صورتحال سره مخ دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ??وئيل افغانستان كښې دا مهال عبوری سياسي سېټ اپ جوړ كړے شوے دے٬ هيله ده چې دا عبوري سېټ اپ به د افغان اولس ٬ پرمختتيائي او د ګورننس نور حاجتونه ترسره كولو له كار وكړي۔ هغه ??وئيل دا مهال افغانستان كښې انساني او پرمختيائي حاجتونه زيات مهم دي۔ مونږ نړيوالې ټولنې او نورو ګاونډي هېوادونو سره رابطه كښې يؤ۔ هغه ??وئيل پا??ست??ن د افغانستان حوالې سره تعمير?? پالېسي خپله كړې ده او د دې په داخلي چارو كښې لاس وهنې نه كولو په پالېسۍ سختۍ سره عمل كوي۔ هغه ??وئيل پاکستان افغانستان كښې سولې او ثبات لپاره د نړيوالو هڅو برخه پاتے شوے دے٬ دې سره سره پا??ست??ن افغانستان سره معاشي او سيمه ايزو رابطو لپاره هم هلې ځلې كوي۔ هغه ??وئيل افغان اولس د بشري خواخوږۍ په بنياد مرسته او پرمختيائي كارونو كښې د پا??ست??ن د كردار ستائنه كوي