اسلام آباد۔6اکت??بر(اے پی پی) په پاكستان كښې د مېشته افغان كډوالو والدېنو ډاكټرې لور د ملګرو ملتونو د كډوالو هائي كمشنر نان سن ريفيوجي ايوارډ ترلاسه كړو۔ هغې ته دا ??يوارډ كډوالو مېندو او د هغوي د نوې زېږېدلې شويو بچو لپاره د غېر معمو??ي خذماتو ترسره كولو په اعتراف كښې وركړے شوے دے۔ پاكستان كښې د يو اېن اېچ سي آر استازي نوریکو یوشیډا په دې موقعه جاري كړي خپل يو پېغام كښې وئيلي دي چې سلیمه رحمان ته په پاكستان كښې په مېشته كډوالو كښې د اولنۍ ډاكټر كېدو درناوې هم ترلاسه دے كوم لپاره چې هغې په خپله لاره كښې د راغلي هر يو مشكل مړانې سره مقابله كړې۔ د امريكائي ابلاغ ذريعو كښې په خپور شوي يو راپور كښې وئيلې شوي دي چې سلیمه رحمان د پاکستان خېبر پختونخوا صوبې په صوابۍ سيمه كښې د افغان كډوالو يو كېمپ كښې زېږېدلې وه۔ د دې د پېدا كېدو په ??خت د دې مور بېلو كړكېچونو حالاتو سره مخ شوه چې لا امله ئې د هغې په سمدستي توګه آپرېشن وكړے شو۔ د دغه آپرېشن په نتيجه كښې د نوې زېږدلې ماشومې ژوند خطرو سره مخ شو۔ دغه صورتحال كښې د دې پلار كوم چې يو مزدور ؤ دا ??زم وكړو چې كه زما لور ژوندۍ پاتې شوه نو مونږ به دا ډاكټره جوړه كړؤ۔ سلیمه رحمان اوس يوه ګائنا كالوجسټ ده او هغې د پاكستان ښار اټك كښې خپل كلينك جوړ كړے دے۔هغې په كال 2017 كښې راولپنډی میډیکل یونیورسټی څخه خپل سپېشلائزېشن ترسره كړے دے۔ هغې وئيلي چې د يو كډوالې كېدو په سبب زياتو ستونزو سره م?? پاتې شوې يم خو بياهم ما خپل كلينك جوړولو له لائسنس ترلاسه كړے۔ هغې په اټك كښې خپل كلينك جوړ كړے چرته چې هغه افغان كډوالو مېرمنو او ځائي مېرمنو ته طبي آسانۍ وركوي