اسلام آباد۔18اکتوبر(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي مخالفه ډله دې د احتجاج كولو په ځائې په هېواد او اولس رحم وكړي٬ په ګرانۍ به ډېر زر قابو وموندلې شي٬ مريم نواز په حساس ادارو تورونه لګولو سره ځان لپاره په خپله كنده كندي٬ افغانستان لپاره د دسمبر تر 31 مې نېټې وېزه فيس ختمولې شي٬ اوس به وېزه آن لائن وي٬ د ډاكټر عبد القدير مزار به د هغه د لور لخوا د راكړې شوې نقشې لمخې جوړولے شي۔ د ګل په ورځ خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښ?? هغه ووئيل د عید میلاد النبی ﷺ په موقعه زبردست انتظامات شوي دي، تر 120 کلومیټر د رڼاګانو انتظام شوے دے۔ سي ډي اے ته وئيلي شوي دي چې د ډاكټر عبد القدير خان مزار به د هغه د لور لخوا د راكړې شوې نقشې لمخې جوړ كړې شي۔ هغه ووئيل د كابينې لخوا د منظورۍ نه وروسته به داخله وزارت د بنديوانو په سزا كښ?? د درې مياشتو معافۍ كولو نوټيفكېشن جاري كړي بيا هم د سنګين نوعيت په كېسونو كښ?? ككړ وګړي به دې نه مستثنی وي۔ هغه ووئيل افغانستان لپاره د دسمبر تر 31 مې نېټې وېزه فيس ختمولې شي٬ دوئي ل??اره آن آرائيو?? وېزه هم ځنډولې شوې ده٬ اوس به وېزه آن لائن وي٬ افغان سوداګرو ته به د 5 كالو تجارتي وېزه جاري كولې شي۔ په افغان پوله مونږ آئی بی اېم اېس سسټم په طورخم او چمن كښ?? لګولې ؤ او اوس دا سسټم به په بديني ٬ غلام خان او كلاچۍ كښ?? هم نصب كولې شي۔ مونږ افغانستان سره په 2680 کلومیټره اوږده پوله دا سسټم لګوؤ۔ دا كار په 74 كاله كښ?? نه ؤ شوې۔ هغه ووئيل مونږ افغانستان سره يؤ نړۍ هم بايد افغانستان سره شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښ?? هغه ووئيل پي ډي اېم يو مړ شوے سياسي هاتھي دے۔ تېر دسمبر كښ?? دوي مونږ ته په مخ ښه ووئيل اوس بل دسمبر راروان دے۔ هغه ووئيل زه پي ډي اېم ته خواست كوم چې د كوهي د چيندخانو د سياست دور ختم شوے دے اوس د ژورو اوبو د سياست دور دے۔ هغه ووئيل په هېواد كښ?? ګراني د كورونا او قرضونو د لاسه راغلې ده۔ دا مهال ګرده نړۍ د ګرانۍ ستونزې سره مخ ده۔ هيله ده چې په ګرانۍ به ډېر قابو وموندلې شي۔ هغه ووئيل وزيراعظم د ګرانۍ حوالې سره غونډې كوي۔ هغه ووئيل د وزيراعظم د هڅو له كبله به د يو كال دننه په ګرانۍ قابو وموندلې شي۔ هغه ووئيل په ټاكنو كښ?? 21 مياشتې پاتې شوي دي۔ 5، 6 مياشتې خو د ټاكنو په تيارۍ كښ?? تېرېږي۔ اپوزيشن دې د احتجاج په ځائې په هېواد او قام رحم وكړي۔ هغه ووئيل په اسلام آباد كښ?? د 150 بېډز روغتون جوړؤ او د دې د بنياد تيګه به وزيراعظم عمران خان كېږدي۔ هغه ووئيل كابينې په اسلام آباد كښ?? د 1000 پولیس نفری بھرتي كولو اجازه وركړې ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښ?? داخله وزير ووئيل د حكومت خوش قسمتي ده چې اپوزيشن ستړې شوې دې۔ د اپوزيشن وخت نه تېرېږي٬ ځكه هغه د حكومت په ضد د احتجاجي لاريون ويستلو سوچ كوي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښ?? هغه ووئيل مريم نواز حساس ادارې په نخښه كوي۔ د هغې لخوا په حساس ادارو تورونه لګولې شي كوم به چې تر ډېرې مودې اغېزې لري۔ مريم نواز خپله كنده په خپله كندي۔ هغه ووئيل حكومت به خپله آئيني موده ترسره كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښ?? هغه ووئيل سېف سټي منصوبې ته به نور 16 ګاډي وركړؤ۔