دوبئي 23 اکتوبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې پا??ست??ن په افغانستان كښې امن او استحكام غواړي، افغان حكومت به په يو اړخيزه توګه تسليم نه كړ??، د افغانستان د صورتحال نېغ په نېغه په پا??ست??ن آغېز كېږي، د پا??ست??ن او هند په اړيكو كښې نرېندر مودي لوي خنډ دے، د كورونا وبا په وجه په ټوله نړۍ كښې د ضرورت څيزونو په بيعو كښې اضافه شوې، سږ كال د غنمو او ګني ريكارډ پېداوار شوے، په زرعي معيشت كښې 1100 اربه روپې متنقل شوې دي، د ټېكسټائل صنعت وده كوي، مونږ سره تر كال 2023م د ټېكسټائل نور آرډر اخستلو ګنجائش نشته، د تعميراتو په څانګه كښې هم ريكارډ سرمايه كاري شوې ده. د خالي په ورځ خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې په افغانستان كښې امن او استحكام زمونږ خواهش دے، د افغانستان د صورتحال نېغ په نېغه په پا??ست??ن آغېز كېږي، زمونږ هڅه ده چې په افغانستان كښې د طالبانو د حكومت مرسته وكړې شي، په افغانستان كښې امن لپاره زمونږ هڅې روانې دي، مونږ طالبانو ته د جامع حكومت جوړولو او امريكې او لوديځ والو ته د افغان حكومت قوي كولو وايو. ده ووئيل چې مونږ به د منطقې نورو هېوادونو سره په ګډه د طالبانو د حكومت تسليم كولو پرېكړه كوو، په يو اړخيزه توګه به افغان حكومت تسليم نه كړ??. ده ووئيل چې افغان طالبانو سره خبرې كوو چې دوي نورې ډلې هم ځان سره ملګرې كړ??. ده ووئيل چې په پا??ست??ن كښې د ډالر بيعې زياتېدو لويه وجه ډالر افغانستان ته قاچاق كېدل دي، زمونږ ترجيح ده چې په افغانستان كښې استحكام راشي، مونږ د ډالرو د قاچاق مخ نيو?? لپاره اقدامات كړ?? دي. ده ووئيل چې د افغانستان مرسته هم كوو چې مقصد ئې په افغانستان كښې استحكام راوستل دي چې دغسې هلته يو داسې مركزي حكومت جوړ شي چې مونږ ورسره اړيكې جوړې كړې شو. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل چې د كورونا وبا په وجه په ټوله نړۍ كښې د ضرورت څيزونو په بيعو كښې اضافه شوې، سږ كال د غنمو او ګني ريكارډ پېداوار شوے، په زرعي معيشت كښې 1100 اربه روپې متنقل شوې دي، د ټېكسټائل صنعت وده كوي، مونږ سره تر كال 2023م د ټېكسټائل نور آرډر اخستلو ګنجائش نشته، د تعميراتو په څانګه كښې هم ريكارډ سرمايه كاري شوې ده. د پا??ست??ن او هند د كركټ مېچ په اړه وفاقي وزير ووئيل چې د ټولو پا??ست??نيانو زړونه د كركټ خپلې ډلې سره تړلي دي، كركټ مونږ ټول په خپلو كښې نزدې كوي، د ټولو خلقو دعاګانې د پا??ست??ن د كركټ لوبډلې سره دي. ده ووئيل چې پا??ست??ن به دا مېچ ګټي، د پا??ست??ن په كركټ ډله مونږ فخر كوو. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې كه هند سره زمونږ اړيكې ښې شي نو پا??ست??ن به د دوه لويو منډيو په مېنځ كښې وي او مونږ به د مېنځنې اسيا هېوادونو ته يوه مهمه لار وركړے شو.