واشنګټن 23 اکتوبر(اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ، اصلاحاتو او خاص اقداماتو وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي چې امريكا اوس هم د پاكستان تر ټولو لوي برآمدي منزل دے، په امريكا كښې مېشته پاكستانيان د هېواد په س??اجي او اقتصادي پرمختګ كښې ډېر مهم كردار ترسره كوي. په پاكستان كښې د امنيت بهتر صورتحال په نظر كښې ساتلو سره د امريكې لخوا به نېغ په نېغه سرمايه كاري ز??اته شي، د سي پېك له مخې څلور خاص اقتصادي ز??ن او ګوادر فري ز??ن د كوم هم هېواد سرمايه كارو لپاره پرانستي دي، په افغانستان كښې امن او استحكام د پاكستان جيو اكنامك وژن ترلاسه كولو لپاره ضروري دے. په واشنګټن كښې د پاكستاني سفارت لخوا جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير دا خبرې په ولس سنټر كښې د چين پاكستان اقتصادي لارې د سباٶن په موضوع د مكالمې ګډون كوونكو سره په خپلو خبرو كښې وكړې. د دې مكالمې اهتمام په پاكستان كښې د امريكې پخواني سفير او په اټلانټك كونسل كښې نامتو سفارتي فېلو سفير ډيوډ هيل كړے و. په دې موقع وفاقي وزير اسد عمر يو تفصيلي پرېزنټېشن وړاندې كړو. وفاقي وزير ووئيل چې د سي پېك له مخې څلور خاص اقتصادي ز??ن او ګوادر فري ز??ن د كوم هم هېواد سرمايه كارو لپاره پرانستي دي. وفاقي وزير ووئيل چې په افغانستان كښې امن او استحكام د پاكستان جيو اكنامك وژن ترلاسه كولو لپاره ضروري دے. ده نړيوالې ??ولنې ته ووئيل چې هغه دې د دې خبرې باوري كولو لپاره په ګډه كار وكړي چې په افغانستان كښې يو ځل بيا كورنۍ جګړې پېل نه شي كوم?? به چې د عدم استحكام، انساني تباهې او معاشي تباهې سبب وګرځي. د وفاقي وزير د تبصرې نه پس د پوښتنو او ځوابونو سېشن وشو چې پكښې وفاقي وزير د پوښتنو تفصيلي ځوابونه وركړل.