ملكه مكرمه 24 اکتوبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د سعودي خپلې درې ورځنې دورې ??ه مهال د خالي په شپه خپل پلاوي سره يو ځائ عمره ادا كړه. په دې موقع وزيراعظم عمران خان د پاكستان امن او خوشحالې سره سره اسلامي امت لپاره دعا وكړه. د دې څخه وړاندې وزيراعظم عمران خان چې كله مدينه منوره ته ورسېدو نو ډپټي ګورنر شهزاده فېصل بن الخالد السعود د وزيراعظم هركلې وكړو. مدينې منورې ته د رسېدو نه سمدستي وروستو وزيراعظم عمران خان ??ه مسجد نبوي كښې په روضه رسول صلی الله عليه وآله وسلم حاضري وكړه، نوافل ئې ادا كړل او د هېواد پرمختګ او خوشحالې لپاره ئې دعا وكړه. وزيراعظم چې كله جده ته ورسېدو نو د مكه ريجن ډپټي ګورنر شهزاده بدر بن سلطان السعود ئې هركلې وكړو. وزيراعظم عمران خان په رياض كښې د مېنځني ختيځ ګرين اقدام د مشرانو په غونډه كښې ګډون ك??لو لپاره د سعودي په درې ورځنې دوره دے. وزيراعظم عمران خان د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان بن عبدالعزيز په بلنه د سعودي دوره كوي. وزيراعظم به د سرمايه كارې په فورم كښې هم ګډون ك??ي او د سعودي مشرتابه سره به ملاقات كوي. هيله ده ??ې وزيراعظم به په سعودي كښې پاكستانې ټولنې سره هم ملاقات وكړي. د وزيراعظم په پلاوي كښې خارجه وزير ش??ه محمود قريشي، د توان وزير حماد اظهر او د موسمياتي بدلون خ??ص مرستيال ملك امين اسلم شامل دي.