اسلام آباد 05نومبر (اے پي پي) د غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير سيد فخر امام وئېلي دي چې د دريو لويو فصلونو رېكارډ پېداوار شوے٬د غلې په پېداوار كښې رېكارډ اضافه د حكومت د موثره پالېسۍ نتيجه ده٬د غنمو امدادي بيعه 1950 د يو من مقرر كړې شوې٬ په سرو به 15 ارب روپۍ سبسډي وركولې شي٬ځينې خلك ذخيره اندوزي كولو سره مصنوعي قلت پېدا كولو سره منافع خوري كوي كوم چې د نړۍ بدترين مثال دے٬د سندھ حكومت د دوه كلونو څخه غنم نه دي رېليز كړې چې په سبب يې هلته ووړه د نورو صوبو په نسبت ګران دي٬حكومت د دوه نړيوالو وباګانو باوجود د كركيلې څانګه د بهترۍ او پرمختګ په لاره روانه كړې٬ په كركيله وړومبې حمله ملخان?? وكړه چې په سبب يې د كركيلې څانګې ته زيان ورسېدو او دوهمه حمله كووېډ 19 وه د كوم چې حكومت په ښه ډول مخ نيوې كړې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن سره پرېس كنفر??س ته د وېنا كولو په مهال وكړه۔ ده ووئيل چ?? د دوه لسيزو څخه زراعت نظر انداز كړې شوي د كومې نتيجې چې وينۍ٬مونږ سره د 5 ملين ټن غنمو ذخيره موجود ده۔ ده ووئيل چ?? سندھ تېر كال غنم نه دي جاري كړي دا كال به هم دغسې وي۔ وفاقي وزير ووئيل چ?? سږ كال د وريژو رېكارډ پېداوار متوقع دے٬ ذخيره اندوز څيزونو ذخيره اندوزۍ سره اولس ته زيان رسوي۔ ده ووئيل چ?? د كابينې منظورۍ څخه كروندګرو ته ګټه وركولو لپاره د غنمو يو من امدادي بيعه 1950 روپۍ مقرر كړې شوې۔ ده ووئيل چ?? د سندھ حكومت ته هم خواست كوو چې هغوي زر تر زره د امدادي بيعې اعلان وكړي۔ده ووئيل چ?? موجوده حكومت د كركيلې څانګې پرمختګ ته پام كوي٬وزيراعظم عمران خان د او د هغه ډله هېواد د خپلواكه جوړولو هڅه كوي۔ ده ووئيل چ?? حكومت د صوبائي حكومتونو او د ټولو ادارو او وګړو په مرسته د قحطي ملخانو مقابله كړی كومو چې د بلوچستان په 32 ٬ د سندھ په 12 ٬ د پنجاب په 11 او د خېرپښتونخوا په ګڼو ضلعو كښې په كركيله حمله كړې٬ حكومت د قحطي ملخانو خاتمې لپاره موثره اقدامات كړي او په تكنيكي ډول په دې قابو موندلې۔ ده ووئيل چ?? كووېډ 19 هم د كركيلې څانګې لپاره ستونزې پېدا كړي٬وفاقي حكومت د صوبائي حكومتنو٬ادارو او وګړو په مرسته د دې مقابله كړی او د دې څخه په شوي زيان قابو موندلو لپاره مربوط حكومت عملي خپله كړې شوې۔ ده ووئيل چ?? د كووېډ 19 باوجود مونږ په پنځو لويو فصلونو كښې د دريو رېكارډ پیداوار ترلاسه كړې۔ په دې كښې د وزيراعظم او د خزانې وزير كردار مهم پاتې شوې چا چې د كركيلې په څانګه د ذاتي خ??ښۍ سره كار كړے