اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بن??ۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير اسد عمر د منصوبه بن??ۍ وزارت كښې د وزير اعظم كامياب جوان پروګرام ترمخه سكل فار آل (هنر ټولو لپاره) د ګريجويټس سره ملاقات كړے ۔ ملاقات كښې سي اي او نېشنل ووكېشنل اينډ ټيكنيكل ټريننګ كمېشن سيد جاويد حسن او د اسلام آباد د بيلو پوهنتونونو زدكونكو ګډون وكړو۔ملاقات كښې وفاقي وزير اسد عمر “هنر ټولو لپاره پروګرام” ترمخه بيلو څانګو كښې هنر ترلاسه كوونكو س??ه ?? هغو?? په تجربو تفصيلي خبرې وكړې او د هغو?? په تجاويز ئې غور هم وكړو۔ ملاقات كښې ووئيل شول د دې پروګرام ترمخه 50 زره ځوانانو له تكنكي مهارت وركړے كېږي،وړومبي بيج په خپله موده كښې كار تر سره كړے ، دويم بيج روان دے دغسې دريم بيج به په يو څو مياشتو كښې شروع شي۔ وفاقي وزير اسد عمر زدكونكو ته ووئيل كه په هېواد كښې بدلون راوستل وي نو ځوانان به هنر منده جوړول وي۔ده ووئيل د پاكستان ځوانان د هېواد تر ټولو لويه اثاثه ده ۔ كه معياري تربيه او هنر مند په معاشي توګه منسلك كړے شي نو قومي معيشت به وده ومومي۔ وفقي وزير اسد عمر ووئيل بايد مونږ يو داسې ماحولياتي نظام جوړولو له هڅه وكړو كوم چې د معيشت په بيلو څانګو كښې د صنعتونو ضرورت له مخې اعليٰ تربيه وركړي۔دې س??ه ??ه سرمايه كاري، د ملازمت موقعې، روزګار، سوكالي او د سرمايه كارۍ يو ښه دور پيل شي۔ اسد عمر ووئيل اسكل فار آل پروګرام څخه تربيه ترلاسه كوونكو ته د كامياب جوان پروګرام ’’يوتھ انټرپرينيورشپ لون سكيم‘‘ ترمخه په ترجيحي بنيادونو قرض وركړے كېږي دغسې چې سباؤن كښې دغه ځوانان په وړه پېمانه خپل وقار لرونكے كاروبار پيل كړے شي