اسلام آباد01 دسمبر(اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير فروغ نسيم وئېلي دي پاكستان مسلم ليګ(ن) اسلام آباد هائي كورټ كښې د مريم صفدر كيس څخه پام اړولو لپاره تاخيري حربې استعمالوي او ناكامه هڅې كوي٬پخواني وزيراعظم نواز شريف په لندن كښې د ايون فيلډ اپارټمنټس په حقله اعتراف كړے چې دا د هغه ذاتي ملكيت دے خو هغه تراوسه عدالت ته مني ټ??ائل وړاندې نه كړو ٬بايد د (ن)ليګ قيادت مني ټ??ائل وړاندې كړي دغسې چې معامله ختمه شي٬عدالتونه په آډيو وېډيو رېكارډنګ نه بلكې په شواهدو پريكړې كوي۔د شورو په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل په تېر وخت كښې د شهباز شريف كوم آډيو رېكارډ چې نيولے شوے ؤ د هغې لويه چرچا وه خو په كال 2021 كښې سپريم كورټ په خپله پريكړه كښې واضحه كړې وه چې آديو وېډيو رېكارډنګ به نشي كنسيډر كولے ۔??ېرسټر فروغ نسيم ووئيل پخواني چيف جسټس ثاقب نثار د ګلګت بلتستان پخواني چيف جسټس د اړخه لګولې شوې تورونه رد كړي٬اوس رانا شميم د هغه لګولے شوو تورو??و ثابتولو له به نور ثبوتونه وړاندې كوي او كه داسې ونه شوه نو هغه به درغجن ثابت شي۔ده ووئيل كومو كسانو چې وئېلي د پخواني چيف جسټس ثاقب نثار آډيو ټېپ پلټنو له دې جوډېشل كمېشن جوړ كړے شي هغوي د اولس ګمراه كولو هڅه كوي۔اسلام آباد هائي كورټ د جوډېشل كونسل څخه لوي فورم دے څوك چې دا مني چې دا آديو اصلي ده بايد هغوي دا عدالت ته وړاندې كړې دغسې چې عدالت آډټ وكړي او حقائق وړاندې كړي۔