اسلام آباد۔7دسمبر(اے پی پی) د کورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد احمد وئيلي دي چې د انتها خوښۍ مخنيوي لپاره به ټولو له خپل كردار ترسره كول وي ٬ د سيالكوټ پېښې سره د هېواد بدنامي شوې ده٬ مونږ له به د انتها خوښۍ پرچار كوؤنكو قوتونو نفي كول وي٬ جلسې جلوسونه كول د مخالفې ډلې حق دے ٬ د مارچ په 23 مه نېټه د جنګ سامان د اوړلو راوړلو د لاسه ځينې لارې بندې وي ځكه اپوزيشن بايد خپلې پرېكړې ته بيا ??تنه وكړي٬ حكومت به خپله آئيني موده ترسره كوي او پاكستان كښې به جمهوري عمل مخ په وړاندې ځي۔ د نهې په ورځ خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې داخله وزير ??وئ??ل د انتها خوښۍ مخنيوي لپاره به ټولو له خپل كردار ترسره كول وي۔ ميډيا ??اؤسز كه ترهګرۍ او انتها خوښ?? كښې د ككړو كسانو خبرې وړاندې نه كړي نو باور لرم چې هېواد به بهترۍ پلو روان شي۔ هغه ??وئ??ل د سيالكوټ د پېښې غندنه كوؤ ٬ دې پېښې سره د هېواد بدنامي شوې٬ په پېښه كښې د ككړو كسانو په ضد قانوني كارروائي روانه ده۔ داخله وزير ??وئ??ل له نه يوازې د پوليس مورال ښه كول دي بلكې د هغه طاقتونو او ميډيا ??اؤسز حوصله شكني هم كول دي كوم چې انتها خوښۍ ته هوا ??ركوي٬ ټول قام له به په ګډه د انتها خوښۍ له مينځه وړولو لوظ كول وي۔ هغه ??وئ??ل يوه كلنه كاركردګي به په 14 دسمبر وړاندې كوؤ۔ هغه ??وئ??ل افغانستان څخه يو لك 82 زره كسان په وېزه راغلې ٬ 66 زره بېرته تلي دي او 12 زره د هېواد نه بهر تلي دي٬ 40 زره نه 50 زره كسانو یو اېن سی اېچ آر سره رابطه كړې ده۔
د يوې پوښتنې په ځواب کښې د کورنيو چارو وزير ??وئ??ل كوم لنډ مهاله حكومت به نه راځي۔ حکومت به خپله آئيني موده ترسره كوي او په پاکستان کښې به جمهوري عمل مخ په وړاندې ځي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب کښې هغه ??وئ??ل چې پي ډي اېم د احتجاج لپاره د مارچ 23 مه نېټه ټاکلې ده۔ 23 مارچ د پاکستان ورځې په توګه لمانځل کېږي، د پاکستان د ورځې پرېډ او د پوځي تجهیزاتو د نقل وحمل له کبله د مارچ 23 مې ورځې نه وړاندې ځينې لارې بندولې شي دې لپاره بايد اپوزيشن د لانګ مارچ نېټه بدله كړي۔ هغه ??وئ??ل په 23 مارچ كښې لا 4 مياشتې پاتې دي ٬ په دې اړه به 3 مياشتې وروستو خبره كوم۔ هغه ??وئ??ل كه د قانون لاره خپله كړې شوه نو جلسې جلوسونه كول د ټولو حق دې بياهم اپوزيش بايد د لانګ مارچ نېټې ته بيا ??تنه وكړي۔ هغه ??وئ??ل د موجوده ګرانۍ په شا يو شمېر عوامل دي٬ هيله ده چې حكومت به په څلور مياشتو كښې په ګرانۍ قابو ومومي۔ داخله وزير ??وئ??ل د لاهور د حلقه اېن اے 133 په ضمني ټاكنو كښې كم ټرن آؤټ سره اپوزيشن ته د خپل حېثيت اندازه شوې ده۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې داخله وزير ??وئ??ل په ټاكنو كښې يو نيم كال پاتې دې٬ خلك به خپلو حلقو ته ځي ٬ د ټولو په راضي كولو يو كال لګي ٬ په يوه يوه حلقه كښی څلور څلور لكه ووټران هم دي۔