لاهور۔16جنوری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئ??لي دي نواز شريف د لندن په ګرانه پراپرټۍ كښې ناست دې٬ زرداري په لندن كښې د چرچل هوټل تر ټولو ګران اپارټمنټ اخستلې دې٬ د ګرانۍ لړۍ نېغ په نېغه دوئي سره تړلې ده٬ لوټ مار كولو سره تښتېدونكي نن مونږ ته په معيشت لېكچر راكوي٬ د پاكستان تحريك انصاف حكومت په ??پلو 5 كلونو كښې د دوئي 55 اربه ډالره قرضه بېرته وركوي٬ د پيپلز ګوند حكومت چې لاړو نو په ګاز كومه ګرځنده قرضه نه وه٬ شاهد خاقان عباسي د 157 اربه روپو سركلر ډېټ پرېښودلې٬ كوم سكيمونه چې هغوي پېل كړل د هغې بشپړ كولو له هر كال 90 اربه روپۍ پكار دي٬ د دې خلكو د لاسه ګراني رامخې ته شوې ده ٬ مونږ دوئي څنګه نظر انداز كولې شؤ ٬ عمران خان په ټول هېواد كښې ووټ لري ٬ د پي ټي آئي نه علاوه په ??ل كوم سياسي ګوند كښې دا صلاحيت نشته چې هغه په 1100 چوكو خپل كانديدان ودروي٬ په ټاكنو كښې به دا وښايو چې مونږ ټاكنې څنګه كوؤ٬ كه لويې څښتن ته منظور وي نو راتلونكو 5 كلونو كښې به هم د عمران خان حكومت وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د اتوار په ورځ د لاهور پرېس كلب د نوې ټاكل شويو عهدېدارو د سوګند پورته كولو دستورې نه وروستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل د لاهور خبريالانو ته د هېلت كارډ آسانۍ وركړې شوي دي۔ هغه ووئيل روغتون كښې د داخلې ټول خرڅونه به حكومت پورته كوي۔ هغه ووئيل وزیراعظم عمران خان د خېبر پختونخوا نه دا پروګرام پېل كړو۔ هغه ووئيل د سندھ حكومت چې څومره پېسه د روغتيا په څانګه كښې مصرف كوي دا پروګرام د دغې په نيم رقم ترسره كېږي۔ په ??ندھ كښې د يو ډاكټر تنخا 76 لكه روپۍ اېښودلې شوې ده٬ په ??ندھ كښې د روغتيا څانګه او ټول روغتونونه په ??ا تلي دي۔ هغه ووئيل د پاكستان تحريك انصاف حكومت پرېكړه كړې ده چې ټولو طبقو ته د روغتيا يو ډول آسانۍ وركړي۔ هغه ووئيل مونږ د لاهور نه پس د اسلام آباد خبريالانو او ټولو پرېس كلبونو سره تړون لرونكو خبريالانو ته د صحت كارډ اسټېټ آف دی آرټ آساني وركوؤنكي يؤ۔ هغه ووئيل د وزيراعظم په لوكاسټ هاؤسنګ سكيم كښې خبريالان هم شامل كړې شوي دي۔ ټول خبريالان به د دې سكيم نه د مستفيد كېدو اهل وي۔ د 5 مرلو په كور به تر 27 لكهه روپو قرضه وركولې شي۔ د درې لكه روپو سبسډي د حكومت لخوا وركولې شي۔ هغه ووئيل مونږ وركنګ جرنلسټس مضبوط جوړول غواړؤ۔ په نوې اصلاحاتو كښې نیوز پېپرز لپاره په ??ئی ټی اېن ای كښې الېکټرانک ورکرز ته هم حق وركوؤ دغسې چې هغوي د كنټرېكټ نه ترسره كېدو په ??ورت كشی عدالت كښې خپل كېس دائر كړې شي۔ هغه ووئيل په ??رطانيه كښې دا مهال يو بحث روان دې هغه دا چې برطانوي وزيراعظم بروس جانسن لاك ډاؤن ولګولو او په ??پله په ??وشل هلو ځلو كښې بوخت دې په ??ې برطانيه كښې بحث پېل شوې چې لاك ډاؤن لګولو سره په ??پله په هغې عمل نه كولو سره د برطانوي وزيراعظم په كرسۍ پاتې كېدل خطر سره مخ شوي دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل پرېس كلب چې د كوم خبريال ضمانت ??ركړي هغه ته ډيجيتل صحافت لپاره به د 5 لكه روپو قرضه وركوؤ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د 700 اربه روپو سدرن بلوچستان پېكج وركړې شوې۔ ګواد?? ښار لپاره نوې مېكنزم جوړ كړې شوې دې٬ په ??اتلونكو 6 مياشتو كښې به د ګوادر لويې مسئلې حل شي۔ د يوې بلې پوښتې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل نواز شريف د لندن په ګرانه پراپرټۍ كښې ناست دې٬ زرداري په لندن كښې د چرچل هوټل تر ټولو ګران اپارټمنټ اخستلې دې٬ د ګرانۍ لړۍ نېغ په نېغه دوئي سره تړلې ده۔ هغه ووئيل د كال 1947ء نه تر 2008ء د 6 ټریلین روپو قرضې واخستې شوې٬ په ??غه رقم مونږ پوځ مضبوط كړو ، ګواد?? ښار مو واخست ٬ اسلام آباد ښار مو جوړ كړو٬ مونږ اتومي طاقت جوړ شؤ٬ د كال 2008ء نه تر 2018ء د 23 ټریلین روپو قرضې واخستې شوې۔ هغه ووئيل د پاكستان تحريك انصاف حكومت له په 5 كاله كښې د دغه خلكو اخستې شوې د 55 اربه ډالرو قرضه بېرته وركول دي ٬ تر دې دمه مونږ 32 اربه ډالره قرضه بېرته وركړې ده۔هغه ووئيل نن په هېواد كښې ګراني د دغه خلكو د لاسه ده ٬ مونږ دوئي نظر انداز كولې نه شؤ۔