اسلام آباد۔16جنوری(اے پی پی) سټېټ بېنك د افغانستان ريلف فنډ اكاؤنټ پرانستلو څخه د انكار خبرونه بې بنسټه او د حقائقو په ضد ګرځولو سر?? سپيناوې كړې دې چې په دې اړه د خزانې وزارت څخه استدعا شوې ده چې هغه په افغانستان د نړيولو بندېزونو په تناظر كښې خارجه وزارت سر?? په ګډه د دې د مضمراتو جاج واخلي۔ د اتوار په ورځ د سټېټ بېنك لخوا په جاري كړې شوي وضاحتي بيان كښې ووئيلې شؤ چې تېره ورځ د جنورۍ په 15 مه نېټه په اېکسپرېس ټرېبیون كښې خپور شوې خبر بې بنياده او د حقي??ت نه لرې دې ٬ د خزانې وزارت ته وئيلې شوي دي چې هغه دې دا وګوري چې دا مجوزه فنډ به د كومې نړيوالې ادارې يا د بېنكونو د لارې افغانستان ت?? وركولې شي۔ سټېټ بېنك ووئيل د خزانې وزارت څخه هم ا ستدعا شوې ده چې هغه دې بهر هېوادونو كښې د پاكستاني بېنكونو په څانګو كښې د دې فنډ د اكاؤنټ په پرانستلو يو وارې بيا غور وكړي۔ سټېټ بېنك سپيناوې وكړو چې خارجه وزارت سر?? مشاورت نه وروستو د خزانې وزارت په دې نوټیفکېشن كښې په ضروري بدلونونو غور كوي۔