اسلام آباد 21 جنوري (اے پي پي) د کابينې اقتصادي رابطه کمېټۍ (اي سي سي) داسوهائيډرو پاور پراجيکټ پېښه كښې د ځپليو چينائي وګړو لپاره د 11.6 مليونه ډالره معاوضې پيکج، افغانستان څخ?? د ??لغوزو په درآمد لګيدلې 45 فيصد ريګوليټري ډيوټي ختمولو ٬ افغانستان لپاره د پاکستان په کرنسۍ كښې د مخصوص څيزونو په برآمد او فاطمه فرټيلائزرز شيخوپوره پلانټ او ايګري ټيك له د سوئي نادرن د اړخ?? د ??از وركولو موده كښې د دوو مياشتو پراختيا منظوري وركړې ، په غونډه كښې ګڼ تکنيکي ضمني مالياتي ګرانټس هم من??ور كړے شوي۔ د کابينې اقتصادي رابطه کمېټۍ غونډه د جمعې په ورځ وشوه ، د خزانې وزير شوکت ترين د غونډې ورچوئل مشري وكړه۔په غونډه كښې د قومي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزيرسيد فخرامام، د صنعت او پيداوار وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار، د اوبو وسائلو وفاقي وزير مونس الهيٰ، وفاقي سيکرټريز او سينئرافسرانو ګډون وكړو۔په غونډه كښې په افغانستان كښې د غذائي بحران او د روان صورتحال جاج اخستلو سره د تجا??ت وزارت د اړخه وړاندې شوې سمرۍ چې پكښې افغانستان لپاره د پاکستان په کرنسۍ كښې د مخصوص څيزونو ??رآمد منظوري وركړې شوهې ۔ اي سي سي په سمرۍ د مخصوص څيزونو ??يکسپورټ پاليسۍ آرډر 2020 پيرا 7 (1) شاملولو منظوري هم وركړه۔په غونډه كښې د تجا??ت وزارت په سمرۍ د برآمدي نمونو کوټې حد 25 زره ډالره ته د رسولو هم منظوري وركړې شوې ۔۔ په غونډه كښې د تجا??ت وزارت د اړخه افغانستان څخ?? د ??لغوزو په درآمد لګيدلې 45 فيصد ريګوليټري ډيوټي د ختمولو سمريهم من??ور كړې شوې ،غونډې ته ووئيل شول دې سره ب?? د ??لغوزه قانوني تجارت او درآمد ډاډګيرنه وشي دغسې خېبرپښتونخوا او د بلوچستان لري پرتو سيمو او په اقتصادي توګه پسمانده سرحدي سيمو كښې به د روزګار موقعې هم راپيدا شي