اسلام آباد۔26جنوری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې مونږ منظمه مافيا سره مخ يؤ٬ نړيوال بېنك د پاكستان د 5.37 فیصده پرمختګ تصديق كوي٬ د كورونا وائرس وبا مخنيوي لپاره د حكومتي پالېسيو په نړيواله كچه ستائنه كېږي او په يو داسې وخت كښې د ټرانسپرېنسی انټرنېشنل بې بنسټه رپورټ رامخې ته كېږي او په يو پر??س ريل??ز پرله پسې هېډ لائنز وړاندې كولې شي۔ د شورؤ په ورځ په خپل يو ټويټ كښې هغه ووئيل د ټرانسپېرېنسی انټرنیشنل رپورټ ??ا وائي چې په پاکستان كښې په رول آف لاء كښې تنزل رامخې ته شوې ولې دا چا ته هم معلومه نه ده چې هغوي ??ا ولې وائي۔ په رپورټ كښې د مالياتي كر??شن ذكر هم نشته۔ هغه ووئيل د ټرانسپرېنسي انټرنېشنل په بې بنسټه راپورونو كښې هغه قېصې جمع كړې شوې دي چې كر??ټ اپوزيشن هم په حكومت د ټكونو كولو همت وكړې شو۔ هغه ووئيل د ن ليګ او فضل الرحمن د عمران خان حكومت ته كر??ټ وئيل آسمان ته لاړې تھوكل دي۔