اسلام آباد۔26جنوری (اے پی پی) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډاپور وئيلي دي چې هند يو هندو انتها خوښې فاشسټ هېواد جوړ شوے دے ٬ هندو انتها خوښي تنظيمونه په هند كښ?? عام اول?? د ??سلمانانو نسل ختمولو له په ښكاره ډول پاروي۔ د هند تش د نامې جمهوريت ورځې په موقعه خپل بيان كښ?? علي امين ګنډاپور ووئيل چې د جمهوريت ورځې لمانځلو س??ه هند د نړۍ په غړېدلو س??رګو لاس اېښودلې نه شي ٬ هند په مقبوضه كشمير كښ?? د كشميري اولس نسل ختموي۔ كشميري اول?? د ??ند د جمهوريت ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځي۔ علی امین ګنډاپور ووئيل د مقبوضه كشمير اولس د عزم او استقلال مثال جوړ شوې دې ، دوئي به د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له خپلې ستړې او هلې ځلې دوامدارې ساتي۔ هغه په نړيواله ورورولۍ ??ور راوړو چې هغه دې هند د اقليتونو تحفظ او كشميري اولس ته د خپلواكۍ حق وركولو له عملي ګامونه پورته كړي۔