ملتان 29 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي وئيلي دي چې د سوئيلي پنجاب صوبې قيام د تحريك انصاف د منشور برخه ده، صوبه جوړولو لپاره مونږ په دريو كښې د دوه اكثريت نه لرو، د ګوند چيئرمېن عمرا?? خان په هدايت مو د پي پي پي او ن ليګ ?? دواړو ګوندونو مشرتابه ته خط ليكلے دے چې راشئ د صو??ې تشكيل لپاره خبرې وكړو. ده دا خبرې د خالي په ورځ د ملتان په بېلا بيلو يونس كونسلو كښې دستور ته په خپله وېنا او پلاوو سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې. خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي ووئيل چې لا تر اوسه د دواړو ګوندونو لخوا كوم ځواب نه دے ر??غلے. ده ووئيل چې د سوئيلي پنجاب صوبې قيام د تحريك انصاف د منشور برخه ده، د سوئيلي پنجاب صوبې قيام لپاره به ډېر زر وړاندې لاړ شم.